غني: راتلونکې ټاکنې باید پر امنيتي ځواکونو د فشار سبب نه شي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه د ټاکنیزو کمیسیونونو مشرتابه پلاوي ته وویل، د ټاکنو وخت باید داسې مهال عیار شي چې امنیتي ځواکونه تر فشار لاندې رانه شي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه د ټاکنو او د شکایتونو خپلواک کمیسیونونو له مشرتابه پلاوي سره وکتل.

خبرپاڼه لیکي، په دې لیدنه کې د ټاکنیزو کمیسیونونو غړو ولسمشر ته د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په اړه خپل وړاندیزونه وکړل.

دغه راز، دوی د ټاکنو په موخه د ټاکنیزو کمیسیونونو دایمي کارکونکو، رایې اچونې مرکزونو له سره ارزونې او د رایه ورکونکو نوملړ چمتو کېدو په موخه هم ولسمشر ته وړاندیزونه کړي دي.

دغه راز، ولسمشر وړاندیز وکړ، چې د دواړو کمیسیونونو پلاوی دې هند ته سفر وکړي او د ټاکنو په اړه دې د هغه هیواد له تجربو ګټه واخلي.

غني زياته کړې، چې دغه کمیسیونونه باید د خلکو له بېلابېلو پاړکو سره غوندې وکړي، چې د کمیسیونونو او خلکو ترمنځ اعتماد راژوندی شي.

د ولسي جرګې نننۍ ناسته

سره له دې، چې ولسمشر د ولسي جرګې د کار دوام وغځوه، خو ځينې وکیلان دا کارناقانونه بولي.

ددې جرګې په نننۍعمومي غونډه کې یوشمیروکیلانو وویل، چې د ولسمشرد تیرې ورځې اعلامیه چې د ولسي جرګې د کار د دوام په اړه وه د قانون خلاف دی.

هغه وايي، شرافت، قانونيت او سرلوړي به مو د ولسي جرګې په پرېښودو کې وي.

د ولسمشرماڼۍ دتیرې ورځې په اعلامیه کې راغلي چې مالي او تخنیکي ستونزې د ولسې جرګې په ټاکنو کې د ځنډ لامل شوي او جدي امنیتي ستونزې ټا کنې له ننګونو سره مخ کړي دي.

همدا راز د ولسي جرګې بل غړي بکتاش سیاوش خبري غونډې ته وویل، چې د ولسي جرګې د کار دوام ناقانونه کړنه ده.

بکتاش وویل، چې د چنګاښ له لومړۍ نیټې وروسته د دې جرګې کار له قانوني پلوه پای ته رسیږي.

بکتاش زیاته کړه، چې له همدې امله به نن خپل سیاسي پاسپورټ د پارلمان کارت د ولسي جرګې دارالانشا ته وسپاري او ټول هغه امتیازات چې د پارلمان له خوا ورکول کیږی له هغې به ګټه پورته نه کړي.

بکتاش وویل، خو ددې له پاره چې پر حکومت فشار راوړي تر ۶ میاشتو پورې پرته له معاش او امتیازاتو په ولسي جرګه کې کار ته دوام ورکوي.

د ولسي جرګې د نننۍ عمومي غونډې اجندا د ولسي جرګی د ټاکنو د برخلیک په اړه بحثونه وو، خو په دې دلیل چې د کارد دوام په موخه د ولسمشر اعلامیه خپره شوه؛ نو په غونډه کې پریکړه وشوه چې دې اجندا ته اړتیا نه شته.

په دې اړه د ولسي جرګې غړې فرخنده زهرا نادري وویل، تردې وړاندې دا اجندا ټاکل شوې وه تمه کیده، چې د ټاکنو په اړه به جدي بحثونه وي، خو د اعلامیې په خپرولوسره هرڅه هیرشول او د ولسي جرګې له لوري حکومت ته ګواښونه هم د خاورې لاندې شول.

تردې وړاندې د ولسي جرګې یوشمیرغړیو او ځینو د حقوقي چارو شنونکو په وار وار سره دا په ډاګه کړې ده، چې د ولسي جرګې د کاردوام د چنګاښ له لومړۍ نیټې وروسته قانوني بڼه نه لري.

اخوا د پکتيا ولايتي شورا او مدني ټولنو استازو په دوو بېلابېلو غونډو وویل، چې د ولسي جرګې د ټاکنو له پاره دې په ملي او نړېواله کچه امکانات برابر شي.

دوی له ولسمشر څخه غوښتنه وکړه، چې د ولسي جرګې ټاکني ونه ځنډوي او له يوې مياشتې وروسته د ولسي جرګې د کار موده ختمه کړي.

د پکتيا د ولايتي شورا منشي محمدرحمان قادري او وکيل جنت خان څمکني له ولسمشر غني څخه غوښتنه وکړه، چې د ولسي جرګې د کار موده له يوې مياشتې زياته ونه غوځوي او وويل، چې د ولسي جرګې کړنې ولس ته د منلو ندي.

بل لوري ته د مدني ټولنې استازي هم د ولسي جرګې کاري مودې اوږدول د ولس په ګټه نه بولي او وايي که د ټاکنو له پاره وخت معلوم شي د خلکو سره شته انديښنې به له منځه لاړې شي.

دوئ غوښتنه کوې چې د ټاکنو د ترسره کيدو لپاره په ملي او نړيواله کچه امکانات برابر شي تر څو چې ولسي جرګه د قانون خلاف انحصار نشي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام