غني: د کندوز او غورماچ په څېر پېښې به تر یو وخته دوام ولري

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې د کندوز، فاریاب او هلمند ولایتونو په څېر پېښې به تر یوې مودې دوام ولري.

غني تېره ورځ ماښام ناوخته د (اکټوبر په ۲۰مه) د فارغو شویو افسرانو په غونډه کې وینا کوله ووېلې، چې افغانستان به تر یوې مودې پورې د وسله والو طالبانو له بریدونو سره مخ وي.

ولسمشر دغه خبرې په داسې کې کوي، چې طالب اورپکو څه موده وړاندې د یوه برید په ترڅ کې کندوز ښار ونیاو او همدا ډول وړمه ورځ د فاریاب ولایت غورماچ ولسوالي هم طالبانو ونیوله او طالب وسله والو په هلمند ولایت کې هم نښتې پیل کړي دي.

ولسمشر وویل، چې د دغو ستونزو د حل یواځنۍ لاره یووالی دی او زیاته کړه، چې د "دښمن" پر وړاندې د حکومت مشرانو بریا "سیاسي همدلي" ده.

نوموړي د افغانستان اوسني حالت ته په اشارې سره وویل، چې افغانستان د نړۍ یواځنۍ هېواد نه دی، چې نړیوالو مرستو ته اړتیا لري، بلکې جاپان او چین هم له داسې کړکېچن حالت څخه تېر شوي دي.

غني د دغو هېوادونو د پرمختګ په اړه وویل، چې مشرانو یې د هېواد اوږدمهالو ګټو ته پاملرنه کوله.

ولسمشر غني په افغانستان کې امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو پرېکړې هرکلی وکړ او دغه یې یوه تاریخي پرېکړه وبلله.

غني په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پاتې کېدو لامل له نړیوالې ترهګرسره مبارزې وبلله.

ده همداراز وویل، چې افغانستان د نړۍ له هېوادونو سره د ګډو ګټو او ګډو خطرونو پر بنسټ اړیکې لري.

ولسمشر وویل، د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې یواځې د ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې پر بنسټ ولاړې دي.

غني وویل، چې د سولې دروازه د هغو کسانو پر مخ خلاصه ده، چې اساسي قانون مني او زموږ د ۱۴ کلونو لاسته راوړنو ته احترام لري.

دی وایي، چې د جګړې او وینې تویولو پلوي نه یو، خو د تپل شوې جګړې پر وړاندې به د ژوند تر پایه دریږو.

ولسمشر د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د وسله والو طالبانو د بریدونو خبره کوي، چې په تېره یوه میاشت کې د طالب اورپکو بریدونه تر بل هر وخت زیات شوي دي.

خو له بل لوري امنیتي چاروکو په وار وار سره ویلي دي، چې وسله وال طالبان د امنیتي ځواکونو سره د مقابلې توان نه لري او طالبان د جګړې پر مهال ولسي وکړي او مېنې یې د سنګر په ډول کاروي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام