کله چې ولسمشر غني او پاکستان حکومت په دې سره هوکړې ته ورسېدل، چې دواړه لوري باید د استخباراتي معلوماتو د تبادلې په هدف يو پوهاوی لیک لاسلیک کړي، نو د بېلابېلو داخلي اشخاصو او ځينو رسنيو له لوري پرې تورونه ولګول شول، چې افغان ولسمشر په افغانستان کې د سولې راوستو په قيمت له پاکستان سره د ډيورنډ کرښه په رسميت پېژندلی دی.
خو اوس افغان ولسمشر محمد اشرف غني کندهار ته د خپل سفر پر مهال ويلي، چې د ډيورنډ د کرښې منل د ولسمشر حق نه دی او دا کار ټولو افغانانو پورې اړه لري.
نوموړي زياته کړې، چې ولسمشر د خپل ولس خادم دی او هيڅکه د داسې حساسې او ملي مسلې پر سر د خودسرانه پريکړې حق نه لري.
د افغانستان د امنیت په خرابوالي کې د پاکستان اعتراف
ولسمشر غني وايي، چې پخوا پاکستاني پوځيان او نور حکومتي چارواکي يې په دې قناعت نه کاوه، چې ګوندې په افغانستان کې امنيت د دوی له لاسه خراب شوی.
نوموړي دا هم ويلي، چې د سولې په باب د پاکستان سره د دوی وروستۍ هلې ځلې نتيجه ورکړې او د افغان حکومت له لوري ورته خوشبيني زياته ده.
افغان ولسمشر نن سه شنبه (۲۰۱۵ زيږيز/ جون۹) د کندهارعمومي وضعيت د څېړلو له پاره دغه ولایت ته سفر کړی.
د ده سره په دغه سفر کې د کورنيو چارو او سوداګرۍ وزیران، د سيمه ییزو ارګانونو مشر جيلاني پوپل او د ولسي جرګې ځينې غړي مل دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کندهار مشرانو او نورو عامو خلکو سره د يوې غونډې پر مهال زياته کړې، چې د پاکستان سره د سولې خبرې اترې په ټوله معنا د افغانستان په ګټه ده.
جمهور رییس محمد اشرف غني د کندهار مشرانو ته وویل، چې د سولې خبرو اترو په باب به په تېزۍ او بيړه تګ نه کوو او د ده په وينا، تل به په دغه برخه کې له دقت او تعقل نه کار اخلو.
دا په داسې حال کې ده، چې د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار هم په نننۍ غونډه کې وویل، چې افغان حکومت نه باید د سولې په باب د پاکستان لمنه ونیسي، ځکه د نوموړي په وينا پاکستان اوس هم د طالبانو ملاتړ کوي او د دوی تر شا ولاړ دي.
مسلمیار زياته کړه، چې طالبان اوس هم پیاوړي دي، خو يواځې نوم يې په افغانستان کې په داعش بدل شوی او د پخوا په پرتله يې ظلمونه سخت شوي.
ده له کندهاریانو سره هم ځينې وعدې وکړې، چې له دې وروسته به په دغه ولایت کې موازي حکومتونه نه وي او یواځې والي به د دغه ولایت ټول واک لري.
هغه ویلي، چې والي به ولسمشر ته ځواب ویونکی وي.
محمد اشرف غني د کجکي د برښنا بند د جوړولو په باب کندهاریانو ته ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، چې له هغه وړاندې به د کندهاریانو له پاره د لمریزې برښنا جوړولو کار پېل شي او د دغه کار له پاره افغان حکومت ۱۰ میليونه ډالره ځانګړي کړي.
افغان ولسمشر د کندهار مشرانو او سپين ږيرو ته دا هم وویل، چې له دې وروسته به په لويو لارو کې دولت هيڅ وسله والې ډلې ته باج نه ورکوي، ځکه په وينا يې اوس هغه وختونه تللي.
یاده دې وي، چې له دې وړاندې د ولسمشر کرزي د حکومت پر مهال غېر مسووله وسله والو ته باج ورکول کېده، څو په لويو لارو کې له ناامنيو لاس واخلي.