افغان ولسمشر ډاکټر اشرف غني د ملي شورا د پنځم کال ۱۶م تقنينې دورې د پرانيست غونډې پر مهال و ویل، چې ټول افغانان په يو غږ د سولې غوښتونکي دي او تلپاتې سولې ته رسېدل ښه تدبير ته اړتيا لري.
ولسمشر په ټينګار سره وویل، چې افغانستان به يو ځل بيا د نيابتي جګړې پر ډګر بدلېدو ته پرې نه ږدي او په دغه هېواد کې د سولې او ثبات راوستو په برخه کې باید ټول سره په اتفاق شي.
نوموړي زياته کړه: "سوله یوه ملي مسله ده، نه د حکومت د طرحو پلان، په دې ملي مسله کې باید ټول علماء، سیاستوال، ښځې او ځوانان برخه واخلي او په یو غږ او یو دریځ د سولې غږ پورته کړي".
ده زياته کړه، چې جنګ پر افغانستان تپل شوی دی او په دې وروستيو کې ترهګرو او مخالفو وسله والو وغوښته، چې خپل بريدونه زيات کړي او د افغانستان ځينو ولاياتو ته سقوط ورکړي.
خو د نوموړي په وينا؛ د امنيتي ځواکونو په زړورتيا دغه طرحې ناکامې شوې او ژر يې ابتکار وکړ.
غني د کونړ د دانګام ولسوالۍ وروستيو بريدونو ته هم اشاره وکړه" د دانګام توطیه ناکامه شوه."
ولسمشر غني وايي، افغانستان له دې وړاندې د نيابتي جګړې ډګر و او اوس د جګړې ډول په بنیادي ډول تغیر کړی.
نوموړي زياته کړه په عراق، سوریه او یمن کې جګړه بدله شوه او په منځني ختيځ کې د داعش ډله د سيمې او نړۍ هېوادونو لپاره تر ټولو لوی خطر شو.
افغان ولسمشر دا هم وویل، چې په افغانستان کې د سولې راوستو په موخه د افغان مشرانو او سپين ږيرو او نورو ډلو ټپلو سره به د ده خبرې اترې روانې وي.
ولسمشر زياته کړه، چې د سولې په خبرو اترو کې به د افغانستان له ۱۳ کلونو لاس ته راوړنو په کلکه او قاطعیت سره دفاع وکړي.
نوموړي وویل : " نباید د سولې قيمت له جنګ نه زیات شي."
افغان ولسمشر له ټولو افغانانو وغوښتل، چې د خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي او دغه ځواکونه باید د خپل هېواد د امنيت ساتلو لپاره وي.
ولسمشر په ډاګه کړه، چې د افغانانو ژوند د حکومت لپاره ارزښت لري او د بې ګناه وسېدونکو د دفاع په خاطر د هيڅ ډول مشروع قوې نه به لاس په سر نه شي.
ده له ټولو سياسي شخصيتونو غوښتنه وکړه، چې په تقرريو او تبديلیانو کې لاس وهنې بندې کړي.
غني زياته کړه، چې د ولسمشر کېدو راهيسې يې خپل ۶۰ سلنه وخت د افغانستان د امنيت لپاره وقف کړی دی.
همدارنګه افغان ولسمشر د ملي شورا پنځم کال ۱۶ تقنیني دورې د پرانیستلو غونډه کې د اصلاحاتو راوستلو په برخه کې هم ټینګه ژمنه وکړه.
غني وویل، چې د افغانستان بهرنۍ پاليسي يا تګلاره د ملي ګټو پر بنسټ ولاړه ده او کنټرول یې هم د افغانستان په لاس کې دی.
ده ژمنه وکړه، چې افغانستان به د اسيا پر ترانزيتي څلور لاري بدل کړي او دغه کړنه به هېواد له راتلونکي نيابتي جګړې هم وژغوري.
ده د اوبو د مهار کولو او يا مديريت په باب هم وينا وکړه او ويې ويل، چې د اوس مهال افغانستان د خپلو اوبو د مديريت لپاره یو ميليارډ ډالر په واک کې لري.
ښاغلي غني همدارنګه وویل، چې د افغانستان د زير بناو لپاره څو ميليارډه ډالره نور هم شته او دا کېدای شي، چې د افغان بزګرانو لپاره ښه زیری وي، ځکه د نوموړي په وينا د دغو ملي پروګرامونو په پلي کېدو سره به هېواد له وچکالۍ او سيلابي سیسټم له خطره و ژغورل شي.
هغه وویل، د استوګنځي د پروژو لپاره هم پروګرامونه په پام کې لري او په دې اړه چين هېواد ورسره هوکړه کړې، چې افغانانو ته د استوګنځای برابرولو په برخه کې به مرستې وکړي.
د ولسمشر په وينا، چين له افغانستان سره د ۳۳۰ ميلیونو ډالرو د مرستې ژمنه کړې.
ولسمشر ملي شورا ته په خپله وينا کې د فساد پر ضد مبارزې ته هم اشاره وکړه او ويې ويل: "د فساد پر وړاندې مو هوډ ټینګ دی او په دې اړه ښکاره بېلګه يې د کابل بانک قضیه کې د ښکېلو ونډه والو قضیه ښودلی شو."
اشرف غني زياته کړه، د کابلبانک ونډوال باید پوه شي، چې پر دغې قضیې د محکمې وروستۍ پريکړه شوې او که چېرې ونډه ور نه کړل شي، نو د محکمې پريکړه به پرې عملي شي.
افغان ولسمشر وويل، د کابلبانک د قضيې په باب له ونډوالو څخه د دولت زياتې پېسې بېرته حصول شوي هم دي.
ولسمشر محمد اشرف غني د ملي شورا غړو ته په خپله وينا کې زياته کړه، چې د کابل بانک لانجمنې قضیې ته په کتلو سره د افغانستان کابینې یوه مقرره تصویب کړه او ددغې مقررې له مخې د افغانستان ټول بانکونه وارزول شول او د بانکي سیسټم د اصلاح او غښتلتیا لپاره به یو پلان جوړ او عملي شي، چې په عملي کېدو سره به د افغانستان په بانکي سیسټم کې روڼتیا رامنځ ته شي.
د ملي شورا د پرانستنې په مراسمو کې د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهيمي پر حکومت نیوکه وکړله او زیاته یې کړله، چې د ملي وحدت د حکومت له پېل راهیسې نه يواځې دا، چې په هېواد کې ستونزو هواري له پاره کار نه دی شوی؛ بلکې ستونزې ورځ تر بلې د زياتېدو په حال کې دي.