غني د المان ولسمشر ته؛ د هلمند له لیتیمو په موټر جوړونه کې کار اخیستلی شئ

 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د المان له جمهور رییس فرانک والټر شټاین مایر سره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د خبرو پر مهال وویل، چې افغان دولت لیوالتیا لري، څو د جرمني موټر جوړولو کمپنیو په‌واسطه د افغانستان لیتیم کانونه تشخیص کړي.

محمد اشرف غني د جرمني ولسمشر ته ویلي، چې د دوی د موټر جوړولو شرکتونه د افغانستان له دغو کانونو څنګه استفاده کولی شي.

یاده دې وي، چې تېره ورځ (پنجشنبه جولای ۱۳مه) د المان ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي سره په یو ناڅاپي سفر کابل ته راغی.

افغان جمهور رییس محمد اشرف غني غواړي، د جرمني پانګوال تشویق کړي، څو په افغانستان کې پانګونه وکړي او د موټر جوړولو په برخه د افغانستان له کانونو هم استفاده وشي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې هغه له خپل الماني سیال سره په خبرو کې وویل، چې د هلمند ولایت د لېتیمو کیفیت ډېر لوړ دی او د ګاډو جوړولو په صنعت کې ترې سمه ګټه اخیستل کېدای شي.

خبرپاڼه کاږي، چې د جرمني ولسمشر هم له افغان سیال سره ژمنه وکړه، چې دوی به هم په دغه برخه کې له افغانستان سره د همکارۍ په موخه غور وکړي.

د ویلو ده، چې د المان جمهور رییس والټر شټاین مایر په قزاقستان کې له یوې غونډې وروسته افغانستان ته راغی او له ولسمشر محمد اشرف غني مخکې یې د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې له خپلو سرتېرو سره ولیدل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام