افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې د هېواد د امنیت په ټینګښت کې د ولس همکاري اړينه ده او د دغې چارې له پاره باید د کورنیو چارو په وزارت کې د افرادو د ټاکل کېدو معیارونه وڅېړل شي او د افغانستان د ۳۴ ولایتونو په امنیه قوماندانیو کې دې هم اصلاحات رامنځته شي.
همدارنګه جمهور رییس غني زیاته کړه، چې د کورنیو چارو وزارت منسوبان باید افغان ولس ته د ښو خدمتونو د ترسره کولو له لارې دغه وزارت ته نیک نوم وګټي.
نوموړي دغه څرګندونې په ارګ کې د کورنيو چارو وزارت د لومړيو سلو ورځو کاري پلان د ارزولو پر مهال وکړې.
ولسمشرۍ ماڼۍ په خپله رسمي پاڼه کې ليکلي، چې غني د کورنیو چارو وزارت د سل ورځني کاري پلان له ارزولو وروسته د دغه وزارت چارواکو ته وویل، د دوی په کاري پلان کې باید د افغانستان خلکو ته واضح پیغام ورکړل شي، چې په راتلونکو سلو ورځو کې د هېواد په امنیتي حالت کې څه ډول بدلون رامنځته کېږي.
په دغه غونډه کې د کورنیو چارو وزیر نور الحق علومي د اطلاعاتو په سیسټم کې د ښه والي د رامنځته کېدو او د تشکیلاتي جوړښتونو د ارزونې، د غېر مسوولو وسله والو ډلو د بې وسلې کولو، د پولیسو د تلفاتو د کمولو د لارو چارو د څېړنې، د ملي دفاع وزارت او د ملي امنیت له لوی ریاست سره د همغږۍ د پیاوړتیا، د چاڼیزو عملیاتو د ترسره کېدو، د پولیسو لیکو ته د ښځینه قشر د جلب او جذب، د لویو لارو د امنیتي حالت د ارزونې او په دغو لارو کې د امنیتي تدبیرونو د پراختیا، د پولیسو د ظرفیتونو د لوړولو او په نورو بېلابېلو چارو کې د سمون د راوستلو په موخه د دغه وزارت د لومړیو سلو ورځو کاري پلان وړاندې کړ.
ارګ کاږي، چې ولسمشر غني د سیمه ییزو پولیسو پرجوړښت بیا کتنه اړینه وبلله او د دې ترڅنګ یې د کورنیو چارو او د ملي دفاع وزارتونو او د ملي امنیت د لوی ریاست د پلانونو پر همغږۍ ټینګار وکړ.
افغان ولسمشر دا هم ويلي، چې د کورنیو چارو وزارت دې په خپل کاري پلان کې دغه ټکی څرګند کړي چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د دغه وزارت په امکاناتو کې څه ډول کیفي بدلون رامنځته شوی او په خپلواکه توګه د دندو په ترسره کولو کې پولیس ترکومه بریده بریالي و.
جمهور رییس محمد اشرف غني زياته کړه، چې د کورنیو چارو وزارت په پلان کې دې د ښارونو، لویو لارو، ښارونو ته د نږدې ولسوالیو، د طبیعي سرچینو لرونکو ولسوالیو او د ۹۴ سرحدي ولسوالیو د تقسیم له مخې عیني واقعیتونه په پام کې ونیول شي.
هغه د قوي د استعمال په اړه هم څرګندونې درلودې.
د هېواد ولسمشر وویل، د قوې د استعمال پر څرنګوالي باید له سره کتنه وشي او له هغو لارو چارو دې ګټه واخیستل شي، چې خلکو ته د سر او مال زيان ونه رسيږي.
یاده دې وي، چې ولسمشر غني پر دښمن د مشروع قوي استعمال اړين بللی او ويلي يې دي، چې افغان ځواکونه پر دښمن رحم ونه کړي.