د غزني ځېنې فرهنګي فعالان او د ولایتي شورا ځېنې غړي وایي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نه پاملرنې له امله په دغه ولایت کې د لرغونو طلاعي تمدنونو پاتې تاریخي څلي د لهمنځه تلو په حال کې دي.
په غزني کې ازاد خبریال او فرهنګي فعال اسدالله جلالزی وایي، چې په ښار کې قلعت الغزنین، په جغتو ولسوالۍ کې د بېګم څلۍ، قرهباغ ولسوالۍ کې د نایقلعه او په دهیک ولسوالۍ کې د سلطان شهابالدین مقبره او نور څلي دي، چې د مسوولانو د بېغورۍ له امله له ګواښ سره مخ دي.
دی تور پوري کوي، چې د پخواني ولسمشر د کابينې د اطلاعاتو او کلتور وزیر د دغو څلیو سره تبعیضي چلن وکړ او د دې موضوع په اړه یې څو ځلې یادونه کړې؛ خو هغه ارزښت نهدی ورکړی.
فرهنګي فعاله فرشتې سدید بیا د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د متخصصو کسانو نهشتوالی د دې لامل بولي، چې د دغو تاریخي څلیو د بیارغونې لهپاره بودیجه او موکه نهشي ځانګړې کوی.
د غزني ولایت د فرهنګي کمېټې مسوول حمیدالله سروري هم مني، چې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ۲۰۱۳ زېږدیز کال جشنوارې وروسته ونه توانېد چې د دغو څلیو بیارغونې او ترمیم لهپاره بودیجه ترلاسه کړي.
سروري د دغو څلیو د ترمیم په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکیو پر نه پام لرنې نیوکه کوي، وایي چې د تاریخي څلیو د خوندیتابه لهپاره د پولیسو ځانګړیو قطعو ته اړتیا ده.
د غزني د طلاعاتو او فرهنګ رییس بشیر محمدي هم مني، چې په دې ولایت کې تاریخي څلۍ په تېره د «بیګم ګنبد، قلعتالغزنین او د امانالله خان ماڼۍ» سخت زیان لیدلي او ښایي دغه تاریخي ځایونه ویجاړ شي. د ده پر وینا، دغه څلي د بودیجې د کموالي له امله نهشي رغولی.
دی په دې برخه کې د خلکو د همکارۍ غوښتنه هم کوي، وايي چې خلک دې د خپلو کورونو اضافه اوبه د څلیو پر لوري بندې کړي او د دېوالو له تخریبولو دې ډډه وکړي.
د غزني د فرهنګي مسوولانو پر وینا، مخکې له دې چې غزني د نړۍ د اسلامي فرهنګ مرکز په توګه وپېرندل شي؛ د غزني د تاریخي څلیو لهپاره زیاتې پیسې ځانګړې شوې وې؛ خو دا پیسې حیف و میل شوې او یا په غیر ضروري ځایونو کې ولګېدلې.