د ملي امنیت لسم ریاست د موټرو په تم ځای کې موټر بم چاودنې لسګونه تنه وژلي او ټپیان کړي دي.
دغه چاودنه نن (سه شنبه) ګهیځ ۹ بجې د عیدګاه جومات ته څېرمه شوې او د چاودنې شدت دومره زیات و، چې د کابل ښار په لرې سیمو کې يې هم غږ اورېدل شوی دی.
یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، تراوسه د چاودنې له سیمې روغتون ته ۲۰۰ ټپیان وړل شوي دي.
په سیمه کې د سلام وطندار خبریال وايي، د پل محمود خان په سیمه کې یو لارۍ ډوله موټر، چې له چاودېدونکیو توکیو بار و، د ملي امنیت لسم ریاست د نوي جوړي شوي دېوال په خوا کې له درېدلو سره سم، وچاودول شو.
د سلام وطندار خبریال زیاتوي، چې له چاودنې وروسته څو تنه بریدګر د ملي امنیت ودانۍ ته ننوتي او له امنیتي ځواکونو سره به جګړه بوخت دي.
وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دې چاودنې مسوولیت منلی دی.
وسله والو طالبانو ویلي دي، چې دغه برید د عمري عملیاتو د پلان برخه وه.
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې د پېښې سیمې ته د ټپيانو د لېږدولو له پاره امبولانسونه لېږل شوي دي.
صدیقي وايي، چې د چاودنې په سیمه کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
له بل لوري ولسمشرۍ ماڼۍ دغه برید د وسله والو طالبانو ماته بولي او وايي، چې وسله وال طالبان له افغان امنیتي ځواکونو سره د مخامخ مقابلې توان نه لري.