علومي: د فرخندې په ژغورنه کې ناکام وو

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر انورالحق علومي وویل، چې د فرخندې په ژغورنه کې ناکام شوي دي.

ښاغلي علومي نن (دوشنبې د وري ۳مه) د ولسي جرګې په ناسته کې د پوښتنو په ځواب کې وویل، چې امنیتي ځواکونو ونه شو کړای، چې فرخنده د بریدګرو له منګولو وژغوري.

۲۷ کلنه فرخنده د تېرې پنجشنبې په ورځ د بې شمېره قهرېدلو نارینه وو له خوا لومړی ووژل شوه او بیا وسوځول شوه. د فرخندې قتل په افغانستان او کابل کې د عامو افغانانو ذهنیتونه راوپارول او په پرلپسې ډول یې په ټول افغانستان کې د فرخندې لپاره د عدالت غوښتنه کړې ده.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې د فرخندې د قتل پر وخت پولیس په سیمه کې موجود دي، خو د هغې د مړينې مخنیوي نه کوي.

دغو اعتراضونو، د پولیسو اړوند زیات شمېر انتقادونه راپورته کړل. د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د دویمې امنیتي حوزې د آمر په ګډون یې د ۱۳ تنو پولیسو دندې ځنډولي او د تحقیق لاندې نیول شوي دي.

علومي د ولسي جرګې د دوشنبې په استجوابیه غونډه کې وویل، چې د فرخندې د قتل موضوع په جدي ډول څارل کېږي. هغه زیاته کړه، تر اوسه یې د دغې پېښې د عاملینو په تور څو تنه نیولي دي.

علومي زیاتوي، چې په لومړیو کې پولیسو وضعیت مهار کړی و، خو د بریدګرو په زیاتوالي او د پېښې په ځای کې د خلکو ډېروالی د دې لامل شو، چې امنیتي ځواکونو د وضعیت کنټرول له لاسه ورکړ.

د فرخندې کورنۍ وايي، چې لور یې د عایشې صدیقي له دارالعلوم نه فارغه شوې وه او پرېکړه یې کړې وه، چې نورو زده کړو ته د شرعیاتو په برخه کې په کابل پوهنتون کې دوام ورکړي.

د فرخندې مړی تېره ورځ یو شمېر نارینه وو او ښځینه وو له خوا د (زه فرخنده یم، موږ عدالت غواړو، فرخنده ژوندۍ ده) شعارونو په ویلو سره د کابل د پنجصد فامیلو په قبرستان کې خاورو ته وسپارل شو.

نن (دوشنبه) د فرخندې د قتل ځای د کابل د خلکو له خوا د هغې لپاره د عدالت غوښتنې پر ځای بدل شوی و. د هرات او مزار یو شمېر اوسېدونکیو هم اعتراضونه وکړل او د فرخندې د قاتلانو د محاکمه کولو غوښتنه یې وکړه.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام