عطامحمد نور: له ارګ سره د جمعیت شوې هوکړه به ژر اعلان شي

عطامحمد نور په بلخ ولایت کې د نوي کال جشن لومړۍ ورځې نمانځغونډه کې د نوي کال مبارکۍ او له ده ځنې د خلکو د ملاتړ له کبله چې نوموړي د «عدالت غوښتنې بهیر» وباله وویل، د ارګ او جمعیت ترمنځ د شوې هوکړې هرکلی کوي او زیاته یې کړه، ډېرژر به د هوکړې جزیات رسنیز شي.

پر دې سربېره د ښاغلي نور څرګندونو بل اساسي محور هم درلود: نوموړي له ولسمشر غني او د جمعیت ګوند له رهبرانو د یوبل منلو په برخه کې له ټولو هڅو قدردانی وکړ او له اشرف غني یې وغوښتل د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم بېرته راستنېدو زمینه برابره کړي.

دغه‌راز عطامحمد نور د کندهار د امنیې قوماندانۍ پر څوکۍ د جنرال عبدالرازق د پایښت او د ژغورنې اېتلاف له مشرانو سره د ارګ د لا زیات جوړجاړي غوښتونکی شو.

نور وویل «دولتي څوکۍ تل موقتي وي.» او زیاته یې کړه، د بلخ راتلونکی والي به هم د ده کارکړنې تعقیبوي:«خو اساسي خبره داده، چې په ځواک او پوره یووالي به راتلونکیو ټاکنو ته ورځو.»

پای کې ښاغلي نور د روغتیا، بیارغونې، رغونې، له ترهګرۍ او نشه‌يي توکیو سره د مبارزې، د کانونو وېستنې او نورو برخو کې د تېرکال کارکړنو راپور واورولو، چې یوازې په تېر یو کال کې د روغتیا په سکټور کې ۵۳ میلیونه ډالر لګښت شوی دی.

ورپسې د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال ښاغلي سرور دانش د ولسمشر او اجرایوي رییس په استازیتوب د هم‌دلۍ او هوکړې له‌پاره د نور له هڅو مننه وکړه؛ سیاسیون او خلک یې یووالي او یوبل منلو ته راوبلل. دانش وویل، دمګرۍ په هېواد کې یوشمېر له قومیت او نور بیا له مذهبه خبرې کوي او څه چې له ټولو هېر دي هغه د دغه هېواد رنځور ځان او د یوبل منلو اړتیا. ښاغلي دانش زیاته کړه:«سره له دې دغه امر نه باید د هېودوالو د اساسي غوښتنو ته د نه پاملرنې په معنا تلقي شي. که چېرې یو څوک د بل چا خبره وا نه وري،په دې معنا به نه وي چې نه یووالی شته او نه د یوبل منل. د بېلوالي او د قومي برترۍ وخت له منځه تللی دی.»

عطامحمد نور په داسې حال کې د ارګ او جمعیت ترمنځ د هوکړې هرکلي خبرې وکړې چې له څوو میاشتو راهیسې د دواړو لوریو ترمنځ سختې ناندرۍ رامنځته شوې او تېره ورځ اعلان شوه چې په دې اړه هوکړې ته رسېدلي دي.

په دې مناسبت ولسمشر غني په ارګ کې ځانګړې غونډه کې افغان ولس ته د نوي کال مبارکۍ سربېره ټاکنې، سوله او سمونونه د ۱۳۹۷ل،م کال د حکومت مهم مسایل او ټینګار یې درلود، چې په دې برخو کې به زښت کار وشي.

ښاغلي غني وویل، واک د خلکو له ګډون او فعالې ونډې سرچینه اخلي. پر دې اساس ژمنه یې وکړه چې سراسري او رڼې ټاکنې به ترسره کړي.

ولسمشر وویل، جګړې مو ژوند تریخ کړی دی. له دې کبله، زموږ سوله به عزتمنده او هر اړخیزه وي؛ هغوی چې نور جګړې ته رابولي د خلکو له غوڅې ارادې سره به مخ شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام