
د بشري حقونو کمسیون امریکا، افغان حکومت او طالبانو ته یوه لیک کې ویلي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د بنديانو د تبادلې خبرونو خلک اندېښمن کړي او يو شمېر پوښتنې يې راپورته کړې دي.
په دې ليک کې لیکل شوي چې د بشر د حقونو خپلواک کميسيون په پرله پسې توګه په هېواد کې زندانونه څاري، د ۵۰۰۰ طالب بنديانو لېست له کميسيون سره نه دی شريک شوی، همدا راز د طالبانو له خوا بنديانو شويو کسانو ته هم لاسرسی نه لري.
ياد کميسيون همداراز ليکلي چې ټول افغانان حق لري د سولې پروسې او بنديانو د خوشې کولو په تړاو معلوماتو ته لاسرسی ولري او زياته کړې يې ده چې د بنديانو د خوشې کولو اړوند پوښتنې په درې مسايلو پورې تړاو لري:« عدالت ته د قربانيانو لاسرسی، د بنديانو قضايي پروسه او د بنديانو پېژندنه، څارنه يې او له خوشې کېدو وروسته پلان» دی.
د بشر د حقونو کميسيون ويلي چې طالب بنديانو بېلابېل جرمونه ترسره کړي، داسې چې عام خلک يې هم په نښه کړي دي، د دې جرمونو قربانيان به څه ډول عدالت ته لاسرسی پيدا کوي؟

. دوی همداراز ليکلي چې ایا د قربانيانو کورنيو پر مشخصو بنديانو شکايت ثبت کړی؟ که داسې شکايتونه موجود وي، د کومې مشخصې پروسې او ميکانيزم له لارې به د دې قربانيانو (حق العبد) خوندي کېږي.
یاد کمېسیون داسې مهال اندېښنه ښيي چې ټاکل شوې د امریکا او طالبانو د سولې تړون له مخې د بینالافغاني خبرو تر پیل مخکې ۵۰۰۰ طالب بندیان د افغان حکومت له زندانونو او ۱۰۰۰ افغان سرتېري د طالبانو له زندانونو خوشې شي.
خو ولسمشر غني روانه اوونۍ ویلي، د طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه هېڅ ډول ژمنه نشته.
تر دا مهاله معلومه نه ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادله به وشي او کنه؛ خو طالبانو ویلي، که د دوی بندیان خوشې نهشي، بینالافغاني خبرو کې ګډون نه کوي.





