د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور وايي، د رهبرانو وينه د سربازانو د وينې په پرتله ارزښتمنه نه ده او دی حاضر دی، چې د خپل ځان په قیمت له افغان امنيتي ځواکونو دفاع وکړي.
نوموړي، چې د افغانستان د خپلواکۍ ۹۶ مې کليزې په مناسبت خبرې کولې زیاته کړه، حتا دی چمتو دی، څو د افغان امنيتي ځواکونو له پاره خپله وينه تويه کړي.
د بلخ سرپرست والي د ماشومانو د ساتنې او دوی ته د ښوونې او روزنې له پاره د امنيتي چاپېريال برابرولو په اړه د افغان امنيتي ځواکونو له قربانیو څخه مننه وکړه.
هغه وویل، سره له دې چې د سولې خبرو اترو له پاره ډېرې هڅې وشوې، خو بیا هم طالبان د افغان امنيتي ځواکونو سرونه غوڅوي او همدغه خلکو ته بیا د ورور خطاب کيږي.
هغه د اوسني امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه وښوده، چې د سربازانو د سر پرې کولو سره سره به د سولې خبرې اترې هيڅ ګټه ونه لري.
عطامحمد نور وايي، چې د افغانستان په ځينو ولايتونو کې د ناامنيو زیاتوالی غېر معمول دي او باید په دغه برخه کې افغان حکومت جدي پاملرنه وکړي.
د بلخ سرپرست والي په وينا، د افغانستان په خاوره کې نوي جنګونه جريان لري او دغه جنګ د هېواد شمال ختيځې برخې، لکه هرات، غور او فراه ولايتونو ته ننوتي دي.
دی وايي، چې د جنګ جغرافیا د هېواد هندوکش غرونو سره موازي سيمو ته د غځېدو په حالت کې دي.
په همدې حال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان عبدالحمید حمید د افغان ځواکونو د لوړې روحيې په اړه ډاډ ورکوي او زیاتوي، چې افغان ځواکونه تل د وسله والو طالبانو سره په جګړه کې بريالي برېښېدلي دي.
هغه زیاته کړه، چې دوی د توطيې د طرحې له مخې خپل فعاليتونه د هېواد شمالي سيمو ته غځوي.
حميد وویل، چې په تېرو ۵ میاشتو کې د افغانستان په ۹ ولايتونو کې د افغان امنيتي ځواکونو له لوري په بېلابېلو عملياتو کې ۹۹۷ طالب وسله وال وژل شوي او ۶۳۸ تنه يې ټپيان او ۶۶ نور يې وژل شوي دي.
د هغه په وينا اوسمهال افغان امنيتي ځواکونه د فاریاب ولایت په غورماچ او قیصار، کوهستانات، د سرپل سوزمه قلعه، د جوزجان قرقین او خمیاب، د بغلان ډنډغوري، ارچي، د کندوز خاناباد او قلعه زال، د بدخشان کشم او تګاب او نورو سيمو کې په چاڼيزو عملياتو بوخت دي.