
د فراه د ولایتي شورا مرستیال شاهمحمود نعیمي سلاموطندار وویل چې د دغه ولایت اوسېدونکي له فراه نه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د ناامنیو ډېروالي او د طالبانو بیاځلي برید اندېښمن کړي دي.
د نوموړي په وینا، ایټالیايي او امریکایي ځواکونه ۳ میاشتې مخکې د ناامنیو له ډېرېدو سره سم په دغه ولایت کې مېشت شول.
نعیمي زیاتوي، په فراه کې د بهرنیو ځواکونو مېشتېدو او د هغوی د نظامي عملیاتو له کبله د دغه ولایت امینتي وضعیت ښه شوی و.
د فراه د ولایتي شورا دغه غړی وايي، تراوسه له یاد ولایت نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لامل روښانه نه دی.
د فراه سیمهییزه اداره نه غواړي چې په دې اړه خبرې وکړي.
په همدې حال کې وسلهوالو طالبانو هم له فراه نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو یو تصویر خپور کړی او ویلي یې دي چې ټول بهرني ځواکونه له خپلو تجهیزاتو سره له یاد ولایت نه وتلي دي.
ورته مطالب:





