اجرایوي رییس ډاکټرعبدالله وايي، چې ښځینه پولیس د وطنوالو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو دفاع کوي او دغه ځواک باید په خپله تاوتریخوالی ونه زغمي.
عبدالله وویل، چې له ښځینه پولیسو سره تاوتریخوالی که یو مورد هم وي، د هېواد راتلونکي په اړه وطنوال ناهیلې کوي.
اجرایوي رییس عبدالله نن ورځ (چهار شنبه) " له فساد او ښځو سره تاوتریخوالي پاک افغانستان پر لور" تر نوم لاندې په درېیمه غونډه کې وویل، چې اداري فساد او له ښځو سره تاوتریخوالي نړیوالو ته د افغانستان نامناسبه څېره وړاندې کړې ده.
عبدالله وايي، له ښځو سره تاوتریخوالی نه یوازې په کلیو، ښارونو، دولتي او نادولتي بنسټونو، بلکې د امنیتي ځواکونو لیکو ته هم سرایت کړی دی.
په همدې حال کې غونډې ته لوی څارنوال محمد فرید حمیدي وویل، چې د تاوتریخوالي قربانیان زیانمنونکي دي او له غیرضروري کړنو او چلند سره باید دوه ځلي قرباني نه شي.
لوی څارنوال وايي، له بده مرغه د دوی تجربې ښيي، چې د تاوتریخوالي زیانمن یو ځل په کور کې قرباني کېږي او په دویم ځل کله چې حکومتي بنسټونو ته مراجعه وکړي؛ د نامناسبو پوښتنو او چلند له امله قرباني کېږي.
حمیدي زیاته کړه، له ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد مبارزه د کورنۍ پاشلو په مانا نه ده، بلکې د کورنۍ هر غړي حقونو، عزت او دریځ خوندیتوب له لارې دغه بنسټ ټینګېږي.
لوی څارنوال وايي، له تاوتریخوالي سره د لويې څارنوالۍ د مرستیالۍ او همغږۍ دفتر د کار له پیل سره به د ښځو او ماشومانو پروړاندې د تاتوتریخوالي دوسیې په جدی توګه وڅېړي.