د ملي مصالحې شورا رييس عبدالله عبدالله وايي، د جګړې او وژنو پاى يوه جامع او تلپاتې سياسي هوکړې ته اړتیا لري.
هغه ويلي چې دولت له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرو اترو پيل ته پوره چمتووالى لري.
نوموړي بېګاه ماښام د امریکا د سولې انسټېټیوټ له لوري په جوړه شوې غونډه کې د ويډيو کنفرانس له لارې ويلي چې کورنيو، سيمهييزو او نړیوالو بدلونونو ته په پام ټولې خواوې اجماع لري چې اوسنى کړکېچ نظامي حل لاره نه لري او پهکار ده چې د خبرو اترو له لارې په هېواد کې روانې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.
هغه په وروستیو میاشتو او د بين الافغاني خبرو اترو د پیل پر مهال د تاوتریخوالي ډېروالى د اندېښنې وړ بللی او زیاته کړې ده چې د ښځو، ماشومانو او ملکيانو وژل هېڅ توجيه نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې دولت د طالبانو له درې زرو ډېر بندیان خوشې کړي او ټاکل شوې پاتې دوه زره نور هم خوشې کړي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړهلیک له مخې، ټاکل شوې د دولت او طالبانو له لوري د بندیانو تر تبادلې وروسته بینالافغاني خبرې اترې پیل شي.