عبدالله: سوله باید په یوه کس او وزارت پورې تړلې نه وي

اجراییه رییس عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا غونډې ته ویلي، سوله باید په یوه کس پورې تړلې او محدوده نه وي، دا د یوه کس لیدلوری نه دی او په وینا یې، سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده.

هغه وايي، یو وزارت په هېڅ ډول نه شي کولی چې د سولې خبرې پر مخ یوسي او افغان ولس حق لري چې د سولې په اړه خپل دریځ غوره او نظر وړاندې کړي.

د ده په وینا، د سولې مرکچي پلاوی باید پراخ او ټول‌شموله وي.

سره له دې چې اجراییه رییس د کوم چا نوم نه دی اخیستی، خو ویلي یې دي چې په تېرو ورځو کې ناسنجول شوې خبری شوي او په وینا یې، د سولې ټول مسایل دې د یوه وزارت په محوریت پر مخ نه ځي.

په همدې حال کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري سلاموطندار ته وویل، یاد وزارت په مشورتي لویه جرګه کې د خلکو د استازیو په غوښتنه جوړ شوی او دا یوه اجرایوي اداره چې د سولې په برخه کې کوټلي او عملي ګامونه اخلي.

د یادولو ده چې په دې وروستیو کې د سولې په اړه د نړیوالو هڅې ګړندۍ شوي او د افغان سولی په تړاو د سوېلي اسیا لپاره د امریکا ځانګړې استازې الېس وېلز پاکستان او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم قطر ته سفر کړی دی.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت هم څو ورځې وړاندې ویلي و چې د سولې په خبرو اترو کې د همغږۍ په موخه د ولسمشر غني په حکم یوه کمېټه جوړه شوې، څو د سولې په برخه کې د اړوندو بنسټونو او دولت ترمنځ همغږي وکړي.

اړوند مطالب:

دانش: د دولت له مالکیت پرته یو اړخیزه سوله نه عملي کېږي

محب: په سوله کې بیړه مو هدف ته نه‌شي رسولی

سوله باید د سیاسیونو له منګولو و‌ایستل شي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام