د هېواد اجرایوي رییس عبدالله عبدالله چې نن «په ملي پراختیا کې د ښځو ګډون» تر نوم لاندې غونډې کې خبري کولې؛ وویل چې د ولسوالیو شوراګانو څوکیو د ګټلو لهپاره ډېر کمو ښځو نوملیکنه کړېده.
اجرایوي رییس زیاتوي چې په دولتي ادارو کې په ټیټه کچه د ښځو ګډون د دې سبب شویدی چې د ښځو غږ واورېدل شي او خپل حقونه ترلاسه کړي.
ده دا هم وویل چې د ولسوالیو په کچه د ښځو ګډون لهپاره باید هڅه وشي چې د دوی ګډون ځکه زیات شي که د ولایت او ولسوالۍ په کچه يې اواز نه وي؛ د مرکز په کچه خو ټولې ستونزې نهشي هوارېدلی.
غونډې ته د ولسي جرګې غړې فوزیې کوفي وویل چې پروموټ پروژه په ملي پروګرامونو کې د ښځو ګډون ډېروي.
د مېرمن کوفي په باور، پروموټ یوازینی پروګرام دی چې تراوسه په ملي پروګرامونو کې د ښځو ګډون په برخه کې فعالیت کوي.
د ولسې جرګې دغه غړې زیاتوي چې له تېرو کلونو راهیسې په بېلابېلو برخو کې د ښځو ګډون ۲۲ سلنه و او نهدی زیات شوی. د نوموړې په وینا، هغه بدلون چې پروموټ پروګرام ښځو ته له د استعدادونو په لوړولو کې له ټیتې کچې لوړې ته رامنځته کوي؛ په ټولو برخو کې د ښځو ګډون زیاتوي.
ویل کېږي چې د ولسوالیو شوراګانو لهپاره ۲ زره ۲۰۸ څوکۍ په پام کې نیول شوي او ۶ زرو کسانو د دغو څوکیو ترلاسه کولو لهپاره نوملیکنه کړې چې یوازې ۴۲۲ هغه يې ښځینه دي.
پروموت یا د ښځو ګډون پروګرام عدالت ته د ښځو لاسرسي، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي، د ښځو اقتصادي او سیاسي توانمندۍ، ښوونې او روزنې او ښځو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په برخو کې فعالیت کوي.