عبدالله: د قطر غونډه د ناسم مدیریت له امله لغوه شوه

اجرایوي رییس عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل چې د بین‌الافغاني خبرې اترو غونډه چې ټاکل شوې وه په دوحه کې جوړه شي، د ناسم مدیریت له امله لغوه شوه.

عبدالله وايي، «له بده مرغه د ناسم مدیریت له امله د قطر غونډه لغوه شوه او هغه فرصت چې د خبرو اترو لپاره برابر شوی و، له منځه لاړ.»

عبدالله عبدالله دا چې دا ناسم مدیریت د چا له لوري شوی، څه و نه ویل.

هغه وايي، حکومت دا چمتووالی لري چې د فرصت رامنځ‌ته کېدو پر مهال له دولت او افغانانو ښه استازولي وکړي.

اجرایوي رییس د مصالحې رهبري شورا د کار پر دوام د ټینګار ترڅنګ وویل، باور لري چې یاده شورا به سولې ته د رسېدو برخه کې له حکومت سره همکاري وکړي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له ولسمشر محمداشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو کې د دوحې غونډې د لغوه کېدو په اړه ناهیلې ښودلې او ویلي یې دي چې دواړه لوري دې د قطر په غونډه کې د ګډونوالو پر نوم‌لړ هوکړې ته ورسېږي او دا بین‌الافغاني غونډه باید ژر تر ژره جوړه شي.

اړوند مطالب:

هغو مېرمنو چې قطر ته د طالبانو بلنه نه‌ده منلې له ګواښ مخ دي

ارگ: بین‌الافغاني غونډه قطر لغوه کړې

د قطر بین‌الافغاني غونډه چې ټاکل شوې وه د همدې اوونۍ په شنبې او یکشنبې ورځو په دوحه کې جوړه شي، د ګډونوالو د نوم‌لړ پر سر د اختلاف له کبله لغوه شوه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام