د افغانستان ملي یووالي حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله پرون له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، سره لهدې چې د سولې مشورتي لویې جرګې د دولت تر څنګ خلکو ته په اقتصادي ډول ډېر زیان اړولی؛ خو بیا یې هم کومه ځانګړې او نوې لاستهراوړنه نهلرله.
د ده په وینا، هغه ورځ باید د دې جرګې په اړه قضاوت وشي چې دې ډول راټولېدلو ته اړتیا وه او که نه؟
په ورته وخت کې د ولسمشرۍ نوماند او سولې او اعتدال ډلې مشر محمدحنیف اتمر دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سولې مشورتي لویه جرګه فرمایشي بللې او ویلي یې دي چې حکومت د دې جرګې په جوړولو سره د سیاسي جریانونو په حذفولو سره د سولې فرمایشي هڅې او تخریب شروع کړ.
د دې ډلې په خبرپاڼه کې راغلي چې حکومت د فرمایشي جرګې په جوړولو سره هڅه کوله چې د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته خپل کار ته مشروعیت ورکړي او د سولې بهیر په خپل انحصار کې ولري.
د سولې مشورتی لویه جرګه له ۴څلور ورځو وروسته پرون د یو پرېکړهلیک په صادرولو سره پای ته ورسېدله.
د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړهلیک ـ چې د ۵۱ کاري کمېټو له طرحو جوړه شوې ـ ۲۱ مادې ده.
د دې پرېکړهلیک په یوې ماده کې راغلي:
«موږ د جرګې ګډونوال پهدې جرګې کې ژمن یو چې هېواد ته دایمي سوله راولو»
طالبانو هم د مشورتي لویې جرګې په لومړۍ ورځ دا جرګه نمایشي بللې وه او ویلي یې وو چې حکومت د خپل کار د دوام لهپاره د مشروعیت ورکولو لهپاره دا جرګه جوړه کړېده.
ورته مطالب: