عبدالله: د سولې خبرو له پيل وړاندې د شرط اېښودل سولې ته د نه ژمنتيا په معنا ده

د ملي يووالي حکومت اجرایه رییس عبدالله عبدالله وايي چې د سولې د بین‌الاافغاني خبرو له پيل وړاندې د شرط اېښودل سولې ته د نه ژمنتیا په معنا ده.

نوموړي چې نن په کابل کې د وزیرانو شورا غونډه کې وينا کوله وویل، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره یې د سولې په تړاو هر اړخیزې خبرې کړي او هغه ته یې په ډاګه کړې چې د بین‌الاافغاني خبرو تر پیلېدو وړاندې د تاوتریخوالي د کمېدو په برخه کې هر ترسره شوی ګام مثبت او ګټور دی.

عبدالله زياته کړې چې د بین‌الاافغاني خبرو د پیل لپاره باید کوم شرط نه وي او وايي چې  د مذاکراتو د پیل لپاره شرط اېښودل کولای شي د خلکو غوښتنو ته د رسېدو لپاره نه ژمنتیا وښیي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د امریکا د سفارت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د زلمي خلیلزاد سفر پای ته ورسېد او نوموړي له افغان دولت نه غوښتنه کړې چې د بین‌الاافغاني خبرو لپاره یو جامع پلاوی وټاکي.

خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت مخکې تر دې ویلي چې د بین‌الافغاني خبرو لپاره یې د پلاوي نوملړ چمتو دی او د خبرو له پیلېدو سره به اعلان شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام