عبدالله: د ترهګرو په ملاتړ وینا کوونکي د هېواد دوښمنان دي

د حکومت اجرایوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل، چې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د امریکايي پوځيانو له لوري د بمونو مور یا له اټوم بم وروسته تر ټولو غټ بم غورځول پر ځای اقدام دی.

هغه زیاته کړه، چې په افغانستان کې له ترهګرو سره د همدردۍ فضا نشته او هغه کسان چې له ترهګرو سره لاس یو کوي او د هیواد ټیکاو ته زیان رسوي دوښمن بلل کیږي.

د هغه پر خبره، په دغه برید کې د داعش ډلې مهم قوماندنان او د سلګونو بې‌ګناه افغانانو د وژنې مسوولین په نښه شوي دي.

عبدالله زیاته کړه، حکومت ته د دوښمنانو لیکې روښانه دي او هر دریځ چې دا لیکه ګډوډ کړي هغه د هېواد له ګټو سره په ټکر کې دی.

د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې د بمونو مور کارول په هیواد کې دننه بیلابیل غبرګونونه راپارولي دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکې دغه کار غندلو ترڅنګ حکومتي مشران په ملي خیانت تورن کړي دي.

د رپوټونو پر بنسټ په دغه برید کې شاوخوا ۱۰۰ داعش وسله وال وژل شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام