ظاهر قدیر: په ننګرهار کې د وسله والو د ځپلو له ژمنې وروسته شوی نه یم

د ولسي جرګې لومړي مرستیال او د ننګرهار د خلکو استازي حاجي ظاهر قدیر نن یکشنبه (د اکتوبر۱۱ مه) په یوې خبرې ناسته کې رسنیو ته یو وار بیا خپله پخوانۍ ژمنه تازه کړه.

نوموړي وویل، غلی ناست نه دی او ډېر ژر به په ننګرهار کې د دولت وسلوالو محالفینو د زپلو په موخه د ولسونو په ملاتړ جنګي حرکت پیل کړي.

هغه په ټولو ولسونو غږ وکړ چې د داعش وسوالې ډلې خلاف جنګیدو له پاره دې، ځانونه چمتو کړي.

نوموړي وویل، ډېر ژر به له ننګرهاره د افغانستان او د ننګرهاریانو د دښمنانو ټغر ټول کړي.

قدیر وسله والو ته په خطاب کې وویل، چې "د افغانانو ځورونکو ته به دا خاوره قبرستان وي"

ده وویل، چې شېنواري به ټول افغانستان له پاره یو مثال وګرځيږي.

د ولسي جرګې مرستیال زیاته کړه، که په ننګرهار ولایت کې د وسله والو ځپلو په مبارزه کې امنیتي ځواکونه یې لاس نیوی کوي، نو ګډې همکارۍ ته چمتو دی او یو ځای به د داعش اورپکو په خلاف وسره وجنګيږي.

هغه دا ونه ویل، چې دا حرکت به کله او څه وخت پیلوي، خو زیاته يې کړه، چې ددې کار نه يې هدف او موخه یواځې په سیمه کې د سولې او امن راوستل دي.

ظاهر قدیر کابو یوه میاشت وړاندې دولت ته وخت ورکړی و، که چېرته د اختر تر ۱۵ مې پورې د ننګرهار نه د وسلوالو ټغر ټول نه کړي، نو دی به په خپله د ولسي خلکو په مرسته او ډاډ د داعش وسلوالې ډلې پرضد د جنګ میدان ته راووځي.

 

حاجي ظاهر قدیر، یو وار بیا د وسلوالو پر ضد د جنګ اعلان په داسې حال کې کوي چې نن ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، چې هیچا ته د امنیتي سکتور په چارو او مقرریو کې د مداخلې حق نه ورکوي.

غني ډاډ ورکړی، چې امنیتي او دفاعي ځواکونه به د هېواد او هېوادوالو د دفاع  په خاطر په پوره مېړانه او زړورتیا د افغانستان د خلکو د دښمنانو ټول بریدونه او پلانونه شنډ کړي.

بل پلو د ننګرهار ولایتي اداره هم وايي چې د دولت وسلوال ځواکونه د وسلوالو له منځه وړلو وړتیا لري.

کابو یوه اوونۍ وړاندې، د ظاهر قدیر له خوا حکومت ته د وخت ورکونې او د وسلوالو پرضد په خپله د جنګ میدان ته د راوتلو تر خبرې کولو وروسته، په ننګرهار کې د ملي امنیت مرستیال اسدالله فراهي په یوه خبري غونډه کې رسنیو ته وویل: هیچا ته به د خپل سرو لښکرو جوړولو او د نظامیانو په چارو کې د لاس وهنو اجازه ورنه کړي.

ظاهر قدیر په داسې حال کې د دولت مخالفو وسلوالو او په ځانګړې ډول د داعش پلوه اورپکو پر ضد په ولسي مرسته د جنګیدو خبره کوي، چې د ننګرهار اوسیدونکي په سیمه کې روان امنیتي وضعت سخت په اندېښمن کړي دي او د خپل ځان او مال د خوندیتوب په اړه ورسره وېره او اندېښنې زیاتې شوي دي. 

 

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام