طالبان کال کې ۲۲میلیارده افغانۍ عواید لري

طالبان کلونه کېږي چې د افغان حکومت او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي. که څه هم په‌ وروستیو کې له یادې ډلې سره د سولې خبرې اترې چټکې شوې‌دي، خو طالبانو له پیله تراوسه له افغان حکومت سره د خبرو کولو له‌پاره نرمښت نه‌دی ښودلی. د دې ډلې د تمویل موضوع، تل یوه لانجمنه او د بحث وړ موضوع ده. یوشمېر باوري‌ دي چې طالبان د سیمې د استخباراتي سازمانونو له لوري تمویل او تجهیزېږي او ځېنې نور بیا په‌دې برخه کې د سترو هېوادونو لاس حتمي بولي. په‌دې برخه کې د ګمرکونو او سوداګریزو لارو مالي سرچینو ته لږ پام شوی‌دی او تراوسه له‌دې لارې د طالبانو د عاید مشخص شمېر نه‌شته. سلام‌وطندار په‌دې راپور کې هڅه کړې چې د هېواد په کچه د طالبانو د عاید یو څرګند شمېر ترلاسه کړي؛ دا عاید د دې ډلې د ګمرکونو عواید، عشروزکات او نورې محلي سرچینې دي چې طالبان ورته لاسرسی لري.

د سلام‌وطندار د موندنو له‌مخې، د هېواد په کچه د ګمرکونو او عشروزکات ټولولو له لارې د طالبانو کلني عواید له ۲۲ میلیارډه افغانیو نه ډېر (۲۲.۷۶۱.۶۰۰.۰۰۰) ته رسېږي. دغه شمېر د افغان ځواکونو د مالي لګښت څو برابره ښيي.

•          ګمرکونه

فاریاب، غزنی، فراه، نیمروز، خوست او بغلان

طالبان د میمنې – مزارشریف پر لویه لار د سوداګریزو توکیو له هر موټر نه «له ۷۰۰۰ تر ۳۵۰۰۰» زره افغانیو مالیه اخلي. د فاریاب د ولایتي شورا مرستیال صبغت‌الله سېلاب وايي، طالبان یوازې له همدې ګمرکه د کال «۱۲.۵۰۰.۰۰۰» افغانۍ عاید لري.

د فاریاب د والي ویاند جاوید بیدار هم له سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویل، طالبانو د فشارونو له کبله خپلې بهرنۍ مالي سرچینې له لاسه ورکړي او همدا لامل دی چې خپلې مالي اړتیاوې د هېواد له سترو ګمرکي لارو پوره کوي.

طالبان د غزني ولایت د ولسواليو پر مواصلاتي او هغو لویو لارو چې له دغه ولایته تېرې شوي، هم ګمرک لري چې له دې لارې یې میاشتني عواید «۱.۲۰۰.۰۰۰.۰۰۰» افغانیو ته رسېږي. د غزني د ولایتي شورا رییس نصیراحمد فقیري وايي، په غزني کې د طالبانو ډېره برخه عواید د کابل ـ کندهار او غزني ـ پکتیکا له لویو لارو او دغه راز له قیاق درې نه چې د بامیان او دایکندي ولایتونو د پنځو ولسوالیو لارې پرې پرتې دي، ترلاسه کوي.

په فراه کې له شیخ ابونصر فراهي ګمرک نه او د فراه ـ کندهار له لومړي نمبر لویې لارې نه د طالبانو میاشتني عواید «۳۰۰ میلیونه» افغانیو ته رسېږي. د فراه د ولایتي شورا مرستیال شاه‌محمود نعمتي سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبان د موټرو سوداګریزو توکیو ته په کتو له هر موټر نه له ۵۰ نه ۵۰۰ زرو افغانیو مالیه اخلي چې دا په یوه ورځ کې شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانۍ کېږي.

د طالبانو یو بل ګمرک د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالي کې دی چې میاشتني عواید یې «۷۸» میلیونه افغانیو ته رسېږي. ځینو موټرچلوونکیو چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته وویل، طالبان په دلارام ولسوالي کې د ګمرک په جوړولو سره د سوداګریزو توکیو له هر موټر نه له ۲۵۰۰ نه تر ۴۰ زرو افغانیو مالیه اخلي. د نیمروز ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس عبیدالله نورزايي له سلام‌وطندار سره په مرکه کې پر یاده لاره د طالبانو د ګمرک موجودیت مني او وايي، په افغانستان کې د طالبانو ګمرک کومه نوې خبره نه‌ده او دا ډله د هېواد پر ډېری لویو لارو ګمرکونه لري. د نورزايي په وینا، طالبانو له هر باروړونکي موټر نه له ۲۰ نه تر ۳۰ زرو افغانیو مالیه اخلي.

په خوست ولایت کې د طالبانو ګمرک د سوداګریزو توکیو له هر موټر نه له ۲۰ تر ۲۰۰ زرو افغانیو مالیه اخلي. د خوست د سیمه‌ییزو مسوولانو په باور چې نه غواړي نوم یې یاد شي، په دغه ولایت کې د طالبانو میاشتنی عاید شاوخوا «۳۰» میلیونه افغانۍ دی. د دوی په وینا، طالبانو د عشر او زکات اخېستو ترڅنګ، د دغه ولایت په قلندر، موسی‌خېل او دومنده ولسوالیو کې د هرې کورنۍ او قومي ستونزې د حل پر سر تر ۵۰۰ زرو پاکستانۍ کلدارو پورې ترلاسه کوي.

طالبان په بغلان ولایت کې هم د خپل ګمرک له لارې د تېلو له هر ټانکر نه له ۱۰ نه تر ۲۰ زرو افغانیو پیسې اخلي. د بغلان د ولایتي شورا رییس محمدصفدر محسني هم له سلام‌وطندار سره په خبرو کې مني چې طالبان د بغلان پر لویه لار ګمرک لري او له یاد ګمرک نه د دې ډلې میاشتنی عاید له ۲۴ میلیونه افغانیو نه ډېرېږي.

له سوداګریزو توکیو نه د طالبانو ګمرک اخېستل د تمې خلاف ډېر منظم دي. دا ډله په خپلو ګمرکونو کې د یوه نوم‌لړ له مخې د بېلابېلو توکیو له مشخصو بیو نه مالیه اخلي. د توکیو مالیه د موټرو حجم ته په کتو توپیر لري؛ لکه طالبان د خوراکي توکیو د شپږ ټایرونو لرونکي موټر نه ۴ زره افغانۍ، د لس ټایرونو لرونکیو نه ۸ زره افغانۍ او د ۱۶ ټایرونکیو موټرو نه ۱۲ زره افغانۍ ګمرک اخلي. طالبان د ۱۰، ۱۲ او ۱۶ ټایرونو لرونکیو هغو موټرو نه چې پرزې لېږدوي، په ترتیب ۸۵۰۰، ۱۷۰۰۰ او ۲۵۵۰۰ افغانۍ ګمرک اخلي. دغه راز د درملو له موټرو نه د طالبانو مالیه ۱۱، ۲۲ او ۳۳ زرو افغانیو ته رسېږي.

د مرمرو ډبرو له لېږدونکیو موټرو نه بیا ۸، ۱۶ او ۲۴ زره افغانۍ اخلي. له اغوستونکیو توکیو بار موټرو نه ۳۵، ۷ او ۱۴ زره افغانۍ، د چارتراشو له موټرو نه ۵، ۱۰ او ۱۵ زره افغانۍ او د سېګرټو له موټرو نه ۸۵۰۰، ۱۷ زره او ۲۵۵۰۰ افغانۍ مالیه اخلي.

هره ورځ د شمال، سوېل، ختیځ او لوېدیځ له لویو لارو نه په منځنۍ کچه له ۳۰ نه ډېر باروړونکي موټر تګ‌راتګ کوي او دا شمېر د کابل لپاره له ۲۰۰ نه تر ۳۰۰ موټرو پورې رسېږي.

د سلام‌وطندار خبریالان د طالبانو د ګمرک په اړه جالبې کيسې لري. دوی وايي، په دغو ګمرکونو کې نظم تر هر څه ډېر دی او خلک په ورین تندي او خوښۍ د خپلو سوداګریزو توکیو ګمرک ورکوي، په داسې حال کې چې دا وضعیت په دولتي ګمرکونو کې په بشپړه توګه سرچپه دی.

ولایتونه چې ګمرکونه نه‌لري

که څه هم طالبان په غور ولایت کې په رسمي ډول ګمرک نه‌لري؛ خو ځېنې موټرچلوونکي د نوم نه ښودلو په شرط وايي چې طالبان کله ناکله د دې ولایت د لویو لارو پر سړکونو د تالاشۍ پوسټې جوړوي چې له هر موټره له ۲زرو نه تر ۳زرو افغانیو اخلي. د دوی په وینا، هره ورځ په دې لویو لارو هره ورځ له ۵۰ نیولې تر ۱۰۰ موټرې تګ‌راتګ کوي. دې وضعیت ته په کتو دا ډله له غور ولایته هره میاشت «۸.۴۰۰.۰۰۰» افغانۍ لاس ته راوړي. د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي د دې موضوع د تایید تر څنګ وايي چې طالبان ډېر عاید له هغو ځایونو ترلاسه کوي چې د دوی تر کنټرول لاندې وي.

طالبان په بادغیس ولایت کې هم له موټرچلوونکیو پیسې اخلي چې یوازې په‌دې ولایت کې یې میاشتنی عاید ۴۵ میلیونه افغانۍ دی. ځېنې موټرچلوونکي وايي چې طالبانو د بادغیس ـ هرات پر لویه لاره د بندسبزک په نامه سیمه کې د تالاشۍ پوستې جوړې کړې‌دي چې له هر موټره له ۵۰۰ نه تر ۱۲۰۰۰ افغانیو پورې اخلي.

د بادغیس د ولایتي شورا رییس ناصر نظري سلام وطندار ته وايي، سره له‌دې چې طالبان په‌دې لاره له موټرچلوونکیو پیسې اخلي؛ له‌دې لارې نه د موسېسو او دولتي کارکوونکیو او افغان امنیتي ځواکونو ته تېرېدل هم خورا سخت دي.

په تخار ولایت کې د طالبانو د عاید ستره سرچینه عشرورکات او له سوداګرو مالیه راټولول دي. د سیمې ځېنې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وايي چې د تېلو را ایستونکي سوداګر د هر تېل‌ایستونکی شخص پر سر طالبانو ته د میاشتې ۲۰زره افغانۍ ورکوي چې هر سوداګر له ۱۰نه تر ۲۰ تنو پورې کارکوونکي لري. د دوی په وینا، طالبان د له باج‌اخېستلو، عشروزکات له لارې هره میاشت له ۱۷۳میلیونو افغانیو نه ډېر عاید ترلاسه کوي.

دا ډله په سرپل ولایت کې هم ګمرک نه‌لري. خو یوازې د کشمش له سوداګرو د میاشتې ۹ میلیونه افغانۍ عواید تر لاسه کوي. د سرپل د سانچارک ولسوال نقیب‌الله دقیق سلام وطندار ته وايي، طالبان یوازې د دې ولسوالۍ له تبیر او تغای‌خواجه بازارونو نه هره ورځ ۳۰۰ زره افغانۍ عاید لري.

طالبان د سرپل ولایت ترڅنګ په جوزجان کې هم ګمرک نه‌لري؛ خو د ځمکو د اجارې، عشروزکات، اختطاف، د جنګي وسایلو په پلور او او د نشه‌يي موادو د پلور په نامه یو څه پیسې جېب ته کوي چې دا رقم هره میاشت شاوخوا ۶ میلیونه افغانۍ کېږي. د ترلاسه شویو اطلاعاتو پر بنسټ، طالبان د جوزجان د منګیجک، خماب د نورو ولسوالیو نه هره میاشت د ۱۰۰ زرو او ۲۰۰زرو افغانیو ترمنځ جبراً له خلکو راټولوي.

د جوزجان د منګجیک ولسوال مطیع‌الله احسان سلام وطندار سره په خبرو کې وویل چې طالبانو د دې ولسوالۍ دولتي ځایونه خلکو ته په اجاره ورکړي چې له‌دې درکه هر کلي نه د میاشتې له ۷۰ زرو نه تر ۸۰ زرو افغانیو پورې راټولوي چې په میاشت کې تر ۲۰۰ زرو افغانیو پورې رسېږي. د جوزجان د فیض‌اباد ولسوال الف‌شاه عطايي د دې رقم په تایید سره وايي چې د طالبانو له لوري له سوداګرو نه باج اخېستل هم د طالبانو مهمې مالي سرچېنې جوړوي.

سره له‌دې چې طالبان په کندوز کې رسمي ګمرک نه‌لري؛ خو د پکتیا او نورو ولایتونو په شان له دولتي ګمرکونو نه خپل سهم اخلي چې دا رقم په یوه میاشت کې «۴.۵۰۰.۰۰۰» افغانۍ کېږي. د شبرغان له لارې تاجیکستان ا مرکزی اسیا ته په سوداګریزو چارو بوخت ځېنې سوداګر د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل چې طالبانو له څوو کالو راهیسې د پیسو د راټلولو له‌پاره خپل کسان په‌دې ګمرک کې ګومارلي دي. د ده په خبره، د طالبانو استازي له سوداګرو نه مخکې خبرېږي چې په کومه لاره یې څومره سوداګریز توکي له کوم هېواده راروان کړي‌دي. دا سوداګر زیاتوي، طالبان د هر سوداګریز موټر نه له ۲زرو تر ۳زرو افغانیو پورې پیسې اخلي.

بامیان، میدان وردک او دایکندي هم د طالبانو عایداتي سرچینې ګڼل کېږي. طالبان د دې ولایتونو په لویو لارو له هر باربري موټره له ۵۰۰ نه تر ۱۰ زرو افغانیو مالیه اخلي. د موټرچلوونکیو په خبره، د موټرو حجم ته په کتلو په یوه میاشت کې دا رقم «۳.۶۰۰.۰۰۰» افغانیو ته رسېږي. د بامیان د ولایتي شورا غړی محمدحسن اسدي وايي، طالبان د جلریز ولسوالۍ ۸ کیلو متره سړک او د غوربند دره په خپل اختیار کې لري او په ازاده توګه په‌دې لارو له موټرو نه مالیه اخلي.

طالبان په پکتیا کې هم ګمرک نه‌لري؛ خو خپل میاشتنی سهم له دولتي ګمرکونو نه ترلاسه کوي.

ځېنې سوداګر د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل چې طالبان د دوی له هر موټر نه ۵زره پاکستانۍ کلدارې مالیه اخلي.

په‌دې اساس، له دې درکه د طالبانو میاشتنی عاید «۲.۲۵۰.۰۰۰» افغانیو ته رسېږي. د پکتیا د ولایتي شورا غړي سلام وطندار ته وايي، طالبان د باربري موټرو ترڅنګ د مارکېټونو له څښتنانونو هم پیسې اخلي. د پکتیا د ولایتي شورا غړی محمدرحمان قادري وايي، طالبان په زرګونو ځلې په لویو لارو د موټرو مخې ته راوتلې دي او د هغوی ګمرکي مدرکونه یې پلټلي دي.

طالبان په سمنګان کې د عشروزکات د راټولولو ترڅنګ د خپلو تجهیزاتو د تمویل له‌پاره د باربري موترو له موټرچلوونکیو نه هم نغدې پيسې اخلي. له باربري او د ډبرو سکرو د انتقال له موټرو نه هره میاشت ۴۹زره افغانۍ عاید ترلاسه کوي. د سمنګان ځېنې موټرچلوونکي وايي چې طالبان د عشروزکات د ټولولو ترڅنګ له دوی نه د میاشتې ۷زره افغانۍ اخلي. هلمند بل هغه ولایت دی چې د طالبانو مالي سرچینه ګڼل کېږي. د معلوماتو له‌مخې، طالبان په‌دې ولایت کې د نورو ولایتونو په پرتله ډېر حضور لري او په‌دې ولایت کې له هر تېز تلونکي موټر نه ـ چې ښار ته داخلېږي ـ له ۳۰ تر ۵۰ افغانۍ مالیه اخلي چې دا رقم په یو کال کې ۲۵ میلیونو افغانیو ته رسېږي.

د هلمند یوه محلي سرچینه د نو نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وايي، حکومت یوازې په نادعلي، نهرسراج او ناوه کې حضور لري او نورې ټولې ولسوالۍ له طالبانو سره دي. د ده په خبره، د هلمند موټرچلوونکي باید له یو ولسوالۍ نه بلې ولسوالۍ ته د تګ پرمهال د طالبانو د عوایدو پاڼې له ځان سره ولري.

له ګمرکونو نه د طالبانو د عاید ترڅنګ، دا ډله د عشروزکات او باج سره هم‌مهاله د لغمان، ننګرهار، کونړ، زابل او نورستان ولایتونو کې د ځنګلونو د قطع کولو او قاچاق، د نشه‌يي موادو قاچاق، له سوداګرو باچ اخېستل، د کانونو کیندل او قاچاق او د وسلو قاچاق د دوی مالي برخه تمویلوي. د دې ولایتونو د محلي چارواکیو د محافظه‌کارۍ له امله په‌دې ولایتونو کې د طالبانو عاید معلوم نه‌شو.

طالبان په بدخشان او پنجشېر کې هېڅ محسوسېدونکی ګمرک او فعالیت نه‌لري. د سلام وطندار د محلي سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، طالبان د کاپيسا په نجراب او تګاب ولسوالیو کې فعالیت لري؛ خو د دې ترڅنګ چې له خلکو باج نه‌اخلي؛ ګمرک هم نه‌لري.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد سلام وطندار سره په خبرو کې د دې ډلې د عوایدو هېڅ رقم په واک کې رانه‌کړل. دی وايي چې د دوی د عوایدو برخه چې معاشونه او د افرادو اعاشیې ورنه ورکوي ـ د لویو لارو د امنیت د ټینګښت مسوولیت په غاړه لري ـ ترلاسه کېږي. د ښاغلي مجاهد په خبره، دوی په هرات، کندهار، ننګرار، کندوز او بلخ کې ګمرکونه لري چې خپل ډېر عاید له هرات، کندهار او ننګرهار ولایتونو نه لاسته راوړي.

د طالبانو د ګمرکي بیو نوم‌لړ:

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام