طالبان هم د مسکو په غونډه کې ګډون کوي

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په مسکو کنفرانس کې به د بلنې له‌مخې د دې ډلې په استازولۍ د عباس ستانکزي په مشرۍ لس کسیز پلاوی ګډون وکړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا ډله به له موکې نه په استفادې د راتلونکي افغانستان له‌پاره په بېلابیلو جهتونو کې شرعي او اصولوي دریځ څرګند کړي.

«بین‌الافغاني ډیالوګ» په نوم د سولې دا کنفرانس د روانې فېبرورۍ میاشتې په ۵ نېټه جوړېږي.

د راپورونو له‌مخې، د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون، د بهرنیو چارو وزارت پخوانی سیاسي مرستیال حکمت‌خلیل کرزی، د جمعیت ګوند اجرایوي رییس عطامحمد نور، پخوانی طالب چارواکی عبدالسلام ضعیف او د پخواني حکومت ګڼ چارواکي، سیاستوال او جهادي ډلې په‌کې برخه واخلي.

خو یو شمېر پخواني طالب چارواکي او سیاسي شنونکي وايي، روسیه د دا ډول غونډو په جوړولو سره په افغان سولې پروسه کې خپلې ګټې لټوي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام