طالبان له افغان دولت سره د سولې خبرو په اړه د پاکستان پر وړاندیز سلا کوي

په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر د طالب سرچینو په حواله وایي چې پاکستان ته ورغلی طالب پلاوی به خپلو مشرانو سره له افغان حکومت سره د سولې خبرو له‌پاره د پاکستان پر وړاندیز سلا مشوره وکړي.

د پاکستانيو چارواکیو په بلنه څو ورځې مخکې د ملاشهاب الدین دلاور په مشرۍ طالب پلاوی له قطره پاکستان ته تللی و چې په نړیوالو رسنیو کې یې انعکاس وموند خو په اړه یې ډېر جزیات خپاره نه شول.  

په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر روستم شا مومند نن د دغه سفر د ځینو جزیاتو په اړه سلام‌وطندار ته وویل چې طالب پلاوي له پاکستانيو چارواکیو سره لیدنې کتنې درلودې.  

 ښاغلی مومند وایي د ده د معلوماتو پربنسټ دې لیدنو کتنو کومه مثبته پایله نه درلوده او طالبان پر خپل هماغه پخواني دریځ ولاړ دي چې وایي له افغان حکومت سره نه؛ بلکې له امریکایانو سره د سولې خبرې وکړي.

د مومند په وینا په دې خبرو کې یوازېنی نوی ټکی دا دی چې اوس به طالب مشران یو ځل بیا پر دې غور او سلا مشوره کوي چې له افغان حکومت سره خبرو ته کېني او که نه؟ او که کېني هم څه ډول او چېرې؟

په دې ورستیو کې یو امریکایي چارواکي چې غوښتل نوم یې یاد نه شي ویلي دي یوه میاشت مخکې د پاکستان پوځي استخباراتو یا «ای اس ای» چارواکیو طالب مشرانو ته په غونډه کې ویلي چې په پاکستان کې د دوی ګڼې ګوڼې او ډېر تګ را تګ له‌امله پاکستان تر فشار لاندې دی او طالبان باید دا ګڼه ګوڼه او دغه هېواد ته تګ را تګ کم کړي.

سرچینه زیاتوي «ای ایس ای» طالب مشرانو ته ویلي چې د ډېورنډ کرښې ته څېرمه ځای پر ځای شي او پاکستان به یې هورې ملاتړ کوي.

په همدې حال کې ځینې افغان کارپوهان هم باوري دي چې پاکستان هېڅکله طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته نه کېنوي او د دې چارې سخت مخالف دي.

د چارو کتونکی محمداسحق اتمر وایي چې په کابل او جلال اباد کې وروستیو بریدونو وښوده پاکستان د امریکا فشارونو ته نه تسلیمیږي. 

د ښاغلي اتمر په وینا پاکستان او طالبان غواړي چې نړیوال فشارونه پرې کم شي او په ځانګړي توګه امریکا پر دې وغولوي چې ګنې هڅه کوي طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي نو ځکه خو دا ډول تکتیکي او لنډ مهاله منډې ترړې وهي.

دغه‌ راز، د چارو بل کتونکی فیض محمد ځلاند وایي افغان چارواکي نه باید له پاکستانه د سولې تمه ولري دا ځکه چې پاکستانیان هېڅکله په افغانستان کې سوله نه غواړي.

دی وایي افغانان باید خپله لاس په کارشي.

امریکا په دې وروستیو کې پر پاکستان فشارونو ته زور او  ګواښ یې کړی چې که پاکستاني چارواکي د ترهګرو پرضد عملي ګامونه پورته نه کړي؛ د امریکا مرستو له بندېدو او نورو ستونزو سره به مخ شي.

په دې توګه ډېرو افغانانو سره داسې هیلې پیدا شوي چې دغه ګواښونه به طالبان د سولې خبرو ته کېنوي؛ وکتل شي چې د سولې په اړه به د افغانانو دغه خوب رښتیا شي او که نه؟

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام