د بامیان کهمرد ولسوالۍ ځېنې قوميمشران د دې ولسوالۍ سرګلي کلي د ۴ اوسېدونکیو د خلاصون په موخه ـ چې طالبان یرغمل کړي ـ دې ډلې ته ورغلي وو. خو طالبانو ویلي، دغه کسان پهدې شرط خوشې کوي چې ځايي اداره د یادې ډلې ۵ بندیان ورخوشې کړي.
د کهمرد ولسوالۍ قوميمشر حاجي عبدالکبیر صیفي سلام وطندار ته وویل، قومي مشرانو د طالبانو غوښتنه رد کړې او له هغوی يې غوښتي چې د سرګلي سیمې اوسېدونکي خوشې کړي.
د بامیانو د والي ویاند عبدالرحمان احمدي هم د طالبانو له لوري د ملکیانو نیول د جنګي اصولو خلاف بللي او له دې ډلې غواړي چې د جګړې قانونونو ته درناوی وکړي. د ده په وینا، طالبانو ټول ملکيان یرغمل کړي چې له حکومت سره هېڅ ډول تړاو نهلري.
د بامیانو د والي ویاند ټینګار کوي چې د طالبانو غوښتنې نه مني او د هغو ۵ طالب جنګیالیو دوسیې – چې امنیتي ځواکونو د جګړې په ډګر کې نیولي ـ عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوېدي.