د پوځي او سیاسي چارو شنونکي وايي، طالبان هڅه کوي چې د افغان سولې په روانه پروسه کې ډېر امتیازات ترلاسه کړي.
د مسکو غونډې ته د ورغلي طالب پلاوي مشر شېرمحمد عباس ستانکزي پرون وویل، تر هغې چې بهرني ځواکونه له افغانستانه نه وي وتلي، اوربند نه کوي.
که څه هم په مسکو غونډه کې د طالبانو دریځ او د جګړې په ډګر کې یې د بریدونو زیاتوالي ځینې اندېښنې راپورته کړي، خو د پوځي او سیاسي چارو شنونکي وايي، دا هر څه د افغان سولې په پروسه کې د ډېرو امتیازونو اخیستلو لپاره دي.
د سیاسي چارو کارپوه اسحاق اتمر وايي، که څه هم طالبان اوس په هغه موقف کې نه دي چې دا ډول غوښتنې دې د هغوی رول لا غښتلی کړي، خو دا ډله هڅه کوي چې د سولې په اړه له روان فرصته ګټه واخلي او وروستی دریځ یې هم د امتیاز ترلاسه کولو لپاره غوره کړی دی.
د مسکو په غونډه کې څه تېر شول؟
طالبان هم د مسکو په غونډه کې ګډون کوي
په همدې حال کې د پوځي چارو شنونکی محمد رادمنش د طالبانو د استازیو دا ډول دریځ، خپلې ډلې ته د افراطي فکر لېږدولو په مانا بولي او وايي، له همدې لارې د یوه داسې اسلامي حکومت پر وړاندې چې له ملي او نړیوالو کنوانسیونونو سره سم جوړ شوی، خپلې جګړې ته مشروعیت ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د مسکو غونډې تر پیلېدو څو ساعته وړاندې په کندوز او بغلان ولایتونو کې شاوخوا ۴۰ ملي او سیمهييز پولیس او پوځیان ووژل.
بلهخوا د اجراییه ریاست ویاند امید میثم وايي، که له طالبانو سره د سولې خبرې اترې ښې پایلې ته و نه رسېږي او هغوی هم پر خپل دریځ ودرېږي، خلک شهیدان کړي، د هېواد امنیت او ملي ګټې له ګواښ سره مخ کړي، حکومت به یې پر وړاندې نظامي لار غوره کړي.
له افغان حکومت سره د خبرو په موخه د طالبان کېنولو لپاره د زلمي خلیلزاد له هڅو وروسته پرون د یو شمېر افغان سیاستوالو او د طالبان د استازیو ترمنځ په مسکو کې دوه ورځنۍ غونډه پیل شوه، خو افغان حکومت په یاده ناسته کې ګډون نه لري.