«طالبانو په یوه اوونۍ کې ۳۴ ملکیان وژلي»

د ملي امنیت شورا وايي، طالبانو له امریکا سره تر هوکړې وروسته ۲۸۰۴ بریدونه کړي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د شنبې په ورځ یوې غونډې ته وویل، طالبانو له امریکا سره د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته د امنیتي ځواکونو پر وړاندې ۲۸۰۴ بریدونه کړي چې ۷۸۹ ملکیانو ته په‌کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

فیصل وايي، په دغو بریدونو کې ۲۷۳۷ طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

امریکا د فبروري میاشتې پر ۲۹مه له طالبانو سره افغانستان ته د سولې راوستو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل زیاتوي، طالبان سولې ته ژمن نه دي او یوازې تېره اوونۍ کې یې ۳۴ ملکي وګړي وژلي او ۶۲ نور یې ټپیان کړي دي.

د هغه په وینا، د طالبانو په کړنو کې بدلون نه دی راغلی او په دې ورستیو کې یې بریدونه لا ډېر شوي دي.

ولسمشر محمداشرف غني د روژې میاشتې په مناسبت یوه پیغام کې له طالبانو وغوښتل چې دې میاشتې او د افغانانو غوښتنو ته د درناوي په موخه اوربند ته غاړه کېږدي، خو طالبانو د ولسمشر دا غوښتنه نامعقوله یاده او پر جګړې یې ټینګار وکړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام