د کندز د دښتارچي ولسوال نصرالدین سعدي سلاموطندار ته وویل، د دې ولسوالۍ په مرکز د طالبانو برید له امله، ۱۸ سرتېري وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي.
د ښاغلي سعدي په وینا، طالبانو یو محلي پولیس ځان سره وړی او د دغو ځواکونو پوستو ته یې هم اور اچولی دی.
د کندوز یو شمېر اوسېدونکي هم دغه ولایت کې له ترینګلي امنیتي وضعیت شکایت کوي او ځايي حکومت تراوسه پورې د کندوز امنیت تامینولو په موخه عملیات نهدي کړي.
د کندوز امنیې قوماندانۍ د امنیت امر صفیالله محزون هم دا پېښه تاییدوي او وايي چې پهدې نښته کې دواړو خواوو ته درنه مرګژوبله اوښتې خو د تلفاتو په اړه یې کره شمېرې نهشته.
د ښاغلي محزون په وینا، دا برید د سهار له ۲ بجو پيل شوی و او د سهار تر ۵ بجو یې دوام وکړ.
طالبانو تر اوسه د دې پېښې د تایید او رد په اړه څه نهدي ویلي.