طالبانو په کندوز کې د ۱۱ ټولګي پر یو مضمون بندیز لګولی

په کندوز ولایت کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د یو لسم ټولګي د حرفیې مضمون پر تدریس بندیز لګولی دی.

ویل کیږي، چې د دغه مضمون په منځپانګه کې د موسیقۍ وسایلو په اړه معلومات لوستل کیږي، له همدې کبله یې پرې لوستل منع کړي دي.

د دغه ولایت د پوهنې رییس محمد ظاهر نظیم دا خبر تایېد وي، او وايي، چې د ۵ ولسوالیو او د ولایت مرکز په ګدون سربېره نورې سیمې د طالبانو تر واک لاندې دي.

نوموړی وايي، په دې ولایت کې ۴۹۵ بابه ښوونځي موجود دي، او له دې شمېر نه ۳۰۰ په هغو سیمو کې دي، چې د طالبانو تر واک لاندې دي.

د هغو سیمو زده کوونکو، چې د طالبانو تر واک لاندې دي سلام وطندار ته وویل، دغه ډله په ښوونځیو کې مداخله کوي او خپلې غوښتنې په ښوونځيوکې عملي کوي.

د کندوز ولایت د پوهنې رییس پر خبره، دوی له دې وېرې چې طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د ښوونځیو دروازې و نه تړل شي د دغه مضمون پر نه لوستلو ټینګار کړی دی.

دی وايي، چې دغه سیمې د طالبانو ترواک لاندې دي، خو دښونځيو اکمالات د حکومت له خوا کیږي.

ویل کیږي، چې د خان اباد، دشت ارچي او قلعه ذال ولسواليو ښوونځي د ناامنیو له کبله تړل شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ وسله والو طالبانو په غزني، لوګر، پکتیا او د ننګرهار په ولایتونو کې د ځېنو ښوونځیو دروازې تړلې وې.

                                                    

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام