طالبانو په لوګر کې له ولسي خلکو په میلیونونه افغانۍ عشر ټول کړی

د لوګر ولایت د ځینو سیمو اوسېدونکي او چارواکي وايي، چې طالبانو سږ کال د دغه ولایت له کروندګرو، سوداګرو او هټيوالو لسګونه میلیونه افغانۍ عشر ټول کړی دی.

د مرکز پل علم، محمداغې، خوښۍ او بره کي برک ولسوالیو یو شمېر کروندګرو سلام وطندارته وویل، چې د درمند په وخت کې طالبان کور پر کور ګرځېدل او له خلکو یې عشر راټولاوه.

په دې اړه د خروار ولسوالۍ یو کروندګر عبدالباقي وايي، چې د لوګر ولایت مرکز پل علم په ګډون په یو شمېر ناامنه ولسوالیو کې وسله والو طالبانو د سوداګرو او کروندګرو له محصولاتو او ګټې عشر ټول کړی دی.

دی وايي، طالبان هر کال د مېوو او نورو حاصلاتو پر مهال عشر ټولوي.

د دغه کروندګر د مالوماتو له مخې، طالبان له کروندګرو د حاصلاتو لسمه برخه د عشر په نوم اخلي او که څوک ترې سرغړونه وکړي، سزا ورکول کېږي.

د خروار ولسوالۍ یو بل کروندګر ریدي ګل هم وايي، چې د درمندونو په وخت کې طالبان د خلکو د حاصلاتو لسمه برخه د عشر په نوم ټولوي.

د لوګر د بره کي برک یو تن اوسېدونکی جاوید وویل، د طالبانو له خوا د عشر ټولول ګروندګر زیانموي او حکومت باید د دې کار مخنیوی وکړي.

دی وايي، سږ کال هم طالبانو ډېر زیات عشر راټول کړ.

بل لور ته د لوګر د ولايتي شورا رییس سید قریب الله سادات وايي، چې سږ کال طالبانو د تېرو کلونو په پرتله د عشر پر را ټولولو ډېر فشار اچولی او توانېدلي چې په ځینو سیمو کې له خلکو عشر واخلي.

ده ټينګار وکړ، چې حکومت بايد په دغه ولايت کې طالبان عشر ټولولو ته پرې نږدي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح  سلام وطندار ته وویل، وسله وال طالبانو تر خپل اغیز لاندې سیمو کې په زور له خلکو د حاصلاتو په پای کې عشر ټولوي.

صالح وايي، چې امنيتي ځواکونه هڅه کوي، د طالبانو د دغه کار مخه ونيسي.

په ورته وخت کې ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند بولي رسنیو ته منلې، چې د منظم پلان له مخې او د خلکو په خوښه طالبان له هغوى عشر ټولوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام