طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځی سوځولی

طالب جنګیالیو د فاریاب ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالي کې د نجونو یو ښوونځی سوځولی دی.

د فاریاب د امنیتي مسوولانو په وینا، دغه ښوونځي شپاړلس درسي ټولګي لرل او ۷۵۰ زده‌کوونکو په‌کې زده‌کړې کولې. یاد ښوونځی په ۱۳۵۷ کال کې جوړ شوی و.

د فاریاب والي نقیب‌الله فایق ویلي چې طالبان د ښوونځیو په سوځولو سره ښوونځي ته د نجونو له تګ سره خپل مخالفت ښيي.

طالب ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د نجونو دغه ښوونځی داسې مهال سوځول کېږي چې ناپېژنده وسله‌والو پرون سهار د تخار په مرکز کې د ابوعثمان تالقاني ښوونځی چې هلکانو په‌کې زده‌کړې کولې، هم وسوځوه.

د تخار امنیتي مسوولانو ویلي چې د دې اورلګېدنې له کبله د ابوعثمان تالقاني ښوونځي لومړی پوړ په بشپړه توګه سوځېدلی دی.

د ابوعثمان تالقاني ښوونځی په تخار کې یو مهم ښوونځی دی چې نږدې ۳۰۰۰ زده‌کوونکي په‌کې پر زده‌کړو بوخت دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام