دا پېښه نن د دغه ولایت په دولینه ولسوالي کې شوې ده.
د غور د والي ویاند محمدعارف عابر د دغه خبر د تایید ترڅنګ سلاموطندار ته ویلي چې طالبانو یاد نارینه او ښځه له کوره د تېښتې په تور وژلي دي.
د نوموړي په وینا، یاده ښځه او نارینه هغه مهال طالبانو ته په لاس ورغلل چې غوښتل یې له دولینه ولسوالي نه شهرک ولسوالي ته وتښتي. د غور د والي ویاند زیاتوي چې یادې ښځې او نارینه ودونه هم لرل.
د غور د پولیسو ویاند عبدالمعروف رامش وايي، کوم کس چې له یادې ښځې سره و، وسله یې هم لرله او له طالبانو سره په نښته کې وژل شوی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.