د غور امنیتي مسوولان د دې خبرې په تایید سره وايي، چې دغه ۳ تنه تېره ورځ د غور ولایت د دولینه ولسوالۍ د ګرماب په سیمه کې د طالبانو لهخوا وژل شوي دي.
د غور ځایناستی امنیه قوماندان ضیاءالدین ثاقب سلام وطندار ته وویل، چې دغه ۳ تنه هغه مهال د طالبانو له لوري وژل شوي، چې د ګلبدین په نامه یو شخص د خپلې ترور لور د ترور په واسطه تښتوله.
د غور د امنیې قوماندان پر وینا، دا پېښه د شخص او د هغې د ترور د لور د اړیکې په دلیل رامنځته شوې ده.
د دولینې ولسوال احمد حسن دانشیار هم دغه پېښه تایید کړې ده.
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي د پېښې د پخلي ترڅنګ سلام وطندار ته وویل، د پېښې له ځایه داسې راپورونه ورکول شوي، چې جلۍ د مور په واسطه د مېړه نه پټه خورهيي ته د تښتولو پهپار په لاس ورکول شوې، چې د لارې په اوږدو کې درېواړه د طالبانو له لوري وژل شوې دي.