
د ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود هېواد په شمال او شمال ختيځو سیمو کې د جهاد پخواني قومندانانو ته وویل، چې نه باید د سولې خبرو اترو د نتیجې انتظار و باسي.
هغه مجاهدينو ته په خپلو خبرو کې زیاته کړه، که د سولې خبرو اترو انتظار باسې:" نو ځانونه غولوئ او باید د خپل هېواد د دفاع له پاره پوره چمتو والی ولرئ".
احمد ضیا مسعود د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې له جهادي رهبرانو سره د کتنې پر مهال وویل، چې سږ پسرلي کې به طالبان د کندوز، تخار، او بدخشان ولایتونو د نيولو له پاره ډېرې هڅې وکړي او ځانونه باید له طالبانو د جګړې له پاره چمتو کړي.
هغه خبرداری ورکړ که پخواني جهادي قومندانان د دغې جګړې له پاره چمتو نه شي، نو د شمال ختیځ ولايتونو سقوط به حتمي شي.

د ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي زیاته کړه، چې د سولې خبرې اترې تازه پېل شوي او تر څو، چې اړوند هېوادونه د تروریستانو په وسیله په افغانستان کې خپلې ګټې تامین نه کړي، نو د سولې خبرې اترې به نتیجه ور نه کړي.
د افغانستان په شمال ختيځو ولايتونو کې د طالبانو نفوذ ورځ تر بلې مخ پر زیاتېدو دي.
طالبانو شاوخوا ۵ میاشتې وړاندې کندوز ولایت ته سقوط ورکړ.
سیمه ییز چارواکي وايي، چې اوسمهال طالبان کندوز، بدخشان، او تخار ولايتونه په خپل کنټرول کې لري او په راتلونکي پسرلي میاشت کې د خونړۍ جګړې د پېل له پاره لحظې شمېرې.
د کندوز ولایت له سقوط وروسته جهادي قومندانانو د خلکو د پاڅون تر نامه لاندې سیمه ییزو خلکو ته وسلې ویشلي دي.





