طالبانو په عام محضر کې یو ښځه او درې سړي په دره وهلي

وسله والو طالبانو د یوې کورنۍ درې غړي، چې یوه یې ښځه او درې هغه یې نارینه دي؛ په عام محضر کې په دره وهلي دي.

د غور ولایتي شورا غړی عبدالرحمان عطشان سلام وطندار ته وویل، دغه کورنۍ د خپلو حقوقي ستونزو د حل په خاطر فیروزکوه ته روان وو، چې د وسله والو طالبانو له لوري وتښتول شول او بیا یې شینډنډ ولسوالۍ ته یوړل.

عطشان وايي، چې وسله والو طالبانو د دې کورنۍ هر یو غړی ۷۰ درې وهلي او بېرته یې غور ته لېږلي دي.

د غور سیمه ییزه اداره د طالبانو له خوا د دغو کسانو تښتول تاییدوي، خو د هغوی له صحرايي محکمې ناخبري ښيي.

د غور د والي ویاند عبدالحي خطیبي وايي، په دې څلورو کسانو کې یوه مېرمن، پلار، ورو او د ښځې مېړه شامل وو، چې د یو کورني جنجال حلولو له پاره له ساغر ولسوالۍ د فیروزکوه پر لور روان تلل.

خو دغو سرچینو دا څرګنده نه کړه، چې طالبانو د کوم دلیل له مخې د دې کورنۍ غړي وتښتول او بیا یې په دره ووهل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام