د سرپل ولایتي شورا وايي، چې طالبانو د دغه ولایت په ادرنګ او بلغلي کلیو برید کړی؛ د ځایي خلکو شته يې اخیستي او یو شمېر کورونه يې سوځولي دي.
د ولایتي شورا رییس محمد نور رحماني وايي، وسله والو طالبانو د دې ولایت په ادرنګ او بلغلي کلیو کې د ولسي خلکو شاوخوا ۳۰ کورونه سوځولي دي او د وسلې په زور پر خلکو خپلې غوښتنې مني.
رحماني وویل، په دې سیمه کې وسله والو طالبانو د دولت پلوو او د هغو ولسي خلکو کورونه سوځولي، چې اولادونه یې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دندې لري.
د ادرنګ او بلغلي کلیو هغه شمېر ولسي خلک چې وسله والو طالبانو ترې پیسې اخیستي دي وايي، چې د دوی په سیمو کې طالب مشرانو د پیسو ټولولو له پاره موقتي پوستې جوړې کړي دي.
د سرپل ولایت د ادرنګ او بلغلي کلیو اوسېدونکی نور محمد سلام وطندار ته وویل، چې "وسله والو طالبانو نه یوازې د خلکو کورونه وسوځول، بلکې له خلکو ټیلیفونونه اخلي، کورونو ته د غلاوو له پاره ورځي او د شپې له مخې په واټونو کې د تلونکو لاریوانو جیبونه پلټي."
د همدې سیمو بل استوګن ګل رحمان وايي، چې "طالبانو پرې ظلم زیاتي کوي او د خلکو له جیبونو پسې اخلي."
په ورته وخت کې د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني سلام وطندار سره په خبرو کې د طالبانو له خوا د شاوخوا ۳۰ ولسي خلکو د کورونو سوځول تایید کړل.
اماني د سیمې خلکو ته ډاډ ورکوي، چې امنیتي ځواکونه به ډېر ژر د طالبانو د دغه ډول کارونو مخنیوی وکړي.
وسله والو طالبانو د ولسي خلکو او سیمه ییزو چارواکو د دې اعاوو په اړه نه دوی ته به منسوبو وېبپاڼو او نه هم رسنیو ته څه ویلي دي.