طالبانو په بغلان کې د ولسي خلکو کورونه سوځولي

د بغلان مرکز پلخمري د سرخ کوتل سیمې ځېنې اوسېدونکي وايي، وروسته له هغې چې وسله وال طالبان د امنیتي ځواکونو د برید په نتیجه کې له دې سیمې ووتل، د دوی قیمتي شیان یې له ځانه سره یوړل او کورونه یې ورته وسوځول.

د سرخ کوتل دوه تنه اوسېدونکي حبیب الله او حاجي قمرالدین له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، وروسته له هغه چې افغان امنیتي ځواکونو دغه سیمه د وسله والو طالبانو له موجودیته پاکه کړه، کلیوال خلک بېرته خپلو مېنو ته را وګرځېدل؛ په کلي کې هېڅ هم پاتې نه وو، وسله والو طالبانو هر څه له ځانه سره وړي وو.

د سیمې خلک وايي، طالبانو سره بېره پر دې، چې د دوی کورونه سوځولي دي، په کورونو کې یې ورته ماینونه ښخ کړي دي.

دوی وايي، چې طالبانو د سرخ کوتل سیمه ییز بازار لوټ کړی دی او وروسته یې اور ورته کړي دي.

په دې ولایت کې د لسمې قطعې قوماندان جنرال محمد علي یزداني، چې په سرخ کوتل سیمه کې د جګړې مسوولیت پر غاړه لري وایي، طالبان د خلکو مالونه لوټوي، عشر ټولوي  او د خپل لګښت له پاره په دې سیمه کې جنګېږي.

یزداني تاییدوي، چې طالبانو د خلکو کورونو ته اور اچولی، پلونه او پلچکونه یې ویجاړ کړي.

دی زیاتوي، چې طالبان له پردیو استخباراتو دوستور اخلي او د هغوی موخه هم د خلکو او د هغوی د کورونو بربادول دي، طالبان هغه مهال جګړه کوي، چې د خلکو د محصولاتو د راټولولو وخت وي.

په ډنډغوري سیمه کې د طالبانو نظامي قوماندان مولوی حلال د خلکو دغه ادعاوې ردوي او وایي، چې د خلکو د مالونو لوټل او د کورونو سوزل د افغان امنیتي ځواکونو کار دی.

دا په داسې حال کې ده، چې وسله والو طالبانو شاوخوا ۲۰ ورځې مخکې د پلخمري ښار د چشمه شیر او سرخ کوتل سیمې نیولې وې، چې افغان امنیتي ځواکونو د تازه عملیاتو په کولو سره دغه سیمې د طالبانو له وجوده پاکې کړې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام