طالبانو له ۵۰ یرغمل کړو مسافرو ۲ په ډزو وژلي

په فاریاب کې یوې امینتي سرچينې سلام وطندار ته ویلي، چې وسله والو طالبانو د  هغو۵۰ مسافرو څخه چې تېره ورځ یې د دې ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ څخه یرغمل کړي وو؛ ۲ تنه په ګولیو ويشتلي او وژلي دي.

ددې ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ د «ریګ ریشن»  د «کوتل ګورزاد» سیمې ته نږدې طالبانو د ۴۰۴ ډول بس او ۳ کرولا ډوله موټرو څخه تېره ورځ ناوخته(پنجشنبه) نږدې ۵۰ تنه له ځان سره یرغمل کړي و.

د خواجه سبزپوش ولسوال عبدالله معصومي سلام وطندار ته وویل ټول مافر غیر نظامي و، چې ایران ته دتګ هوډ یې درلود.

معصومي زیاته کړه چې تېره شپه ۹ بجې وسله والو طالبانو له دې ډلې ۴۶ مسافر ازاد کړل خو د جګړې پر مهال یو مسافر زخمي شو.

د طالبانو یو سیمیز قوماندان قاري محمد یوسف حقاني هم تاییدوي چې ددې مسافرو له ډلې یې دوه هغه په ډزو ویشتلي دي.

هغه زیاتوي چې ددې ډلې وسله والو تېره ورځ د خواجه سبزپوش او شیرین تګاب ولسواليو لاره د ۲ ساعتونو له پاره تړلې و چې له پلټنووروسته یې ۳ تنه چې دوه هغه یې دملي اردو سرتیري او دریم یې معتاد و؛ له ځان سره وړي وو

د فاریاب ولایت د لومړۍ لوا چارواکي دا پېښه تاییدوي خو زیاتوي چې د وژل شويو مسافرو هویت لا نه دی په ډاګه شوی.

دا په دې لاره د وسله والو طالبانو ۴ مه یرغمل نيونه ده چې د درې اونیو په اوګدو کې رامنځته کيږي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام