د غور د ولایتي شورا مرستیال عبدالرحمان عطشان سلاموطندار ته وویل چې طالبانو د غور ولایت په چهارسدې ولسوالۍ کې د عامو وګړیو کورونو ته اور اچولی او ۶ تنه یې له ځان سره برمته کړيدي.
ښاغلی عطشان وايي، طالبانو خلکو سره له څو ساعته نښتې وروسته ۳ کورونه سوځولي او ۶ تنه ملکیان یې برمته کړي.
د ده په خبره، د برمته شویو کسانو ډېره برخه محلي سپينږیري او قومي مشران دي.
خو د غور محلي اداره او امنیتي چارواکي وايي، تر دا مهاله په دې اړه راپور نهدی ورکړل شوی.
وسلهوالو طالبانو هم تر دا مهاله پهدې اړه څه نهدي ویلي.