طالبانو د کندوز ښار ځينې سيمې پرېښي، خو په فراه او هلمند کې جګړه روانه ده

د کندوز ښار د شمالي څنډې ځېنې اوسېدونکي وايي، چې طالبانو ددې ښار یو شمېر سیمې پرېښې دي.

هغوی زیاتوي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې دلته طالبان موجود و، خو نن یې پرته له جګړې دا سیمې پرې او وضعیت بېرته عادي حالت ته ګرځېدلی دی.

د کندوز ښار یو تن سید احمد وايي، چې وضعیت لږ څه ښه شوی دولتي ټانکونه تر خان اباد بندر او له هغې لږ وړاندې تللي.

همدارنګه د جاوید په نوم بل اوسيدونکی وايي، چې "په ښار کې زمونږ سیمې ټولې دولتي سرتېرو نیولي، طالبان له دې ځایه وتي دي."

په همدې حال کې د کندوز د والي ویاند سید محمود دانش وايي، چې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې طالبان له ښاره ویستل شوي او خلک په ښار کې اوس د تګ راتګ په حال کې دي.

نوموړي زیاته کړه: " د خان اباد بندر په لاره لاړو، دوره خوا ته هم لاړو د کابل بندر ته لاړو، د شرکت جادې ته هم د ازادۍ سرک او د امام صاحب بند مو هم ولید ځینې دوکانونه خلاص دي او خلک په ګڼه ګوڼه لیدل کيږي. "

خو په همدې حال کې د ولایتي شورا غړی امر الدین ولي سلام وطندار ته وویل، چې نن طالبانو د خلکو سره په ناستو کې ویلي، چې د کندوز له ښاره به ووځي، خو تر اوسه پورې په وضعیت کې بدلون نه دی راغلی.

د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا د کندوز ښار د طالبانو له خوا سقوط کړای شو او ددې ولایت په څو ورځني جنګ کې نږدې ۷ زره کورنۍ تخار، بلخ او کابل ولایتونو ته کډه شوي دي.

خو ددې ټولو سره سره د ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازو د یک شنبې په ورځ له غرمې وروسته په کابل کې خبري ناسته کې حکومت ته ۷۲ ساعته وخت وټاکه، چې که تر ټاکلي وخت د کندوز په وضعیت کې بدلون را نه شي، نو دوی به د پلازمینې سرکونو ته را ووځي او غبرګون به وښايي.

له بل لوري بیا د هلمند ولایت څخه را رسيدلي راپورونه وايي، چې د لښکرګاه ښاردویمه او درېیمه امنیتي حوزه کې سختې جګړه روانه ده.

له هغه وروسته، چې طالبانو د دې ولایت خانشین، ناوه، نادعلي، مارجه او د هلمند ځینې شمالي سیمې لاندې کړي، نو د هلمند مرکز لښکرګاه ښار دروازې ته جګړه راورسیده.

ویل شوي، په دې جګړه کې له دواړو لورو لسګونه کسان وژل او ټپیان شوي دي.

د لښکرګاه د دویمې امنیتي حوزې امر حاجي ګران حبیب سلام وطندار ته وویل، چې له تیرې شپې راهیسې طالبانو ۳ ځلې ددې حوزې پرامنیتي پوستو بریدونه کړي، چې پر شا تمبول شوي او درنه مرګ ژوبله وراووښتې ده.

همدارنګه د افغانستان په فراه ولایت کې هم د امنیت وضعیت په اړه داسې راپورونه شته، چې د دغه ولایت په ۳ کیلومټرۍ کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده.

د فراه ولایتي شورا مشر فرید احمد بختور وايي، که وضعیت همدا شان دوام وکړي، نو لرې نه ده چې فراه ولایت هم سقوط شي.

خو له بل لوري بیا د فراه امنیه قوماندان وايي، چې د وسله والو طالبانو پر ضد به ډېر ژر جدي پوځي عملیات پېل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له بادغیس ولایت څخه هم د امنیت وضعیت په اړه ځينې راپورونه خپاره شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام