طالبانو د پکتيا د ۶ ولسواليو لویه‌لار د امنیتي ځواکونو او ملکيانو پرمخ تړلې

د پکتیا مرکز ګردېز ښار او پټان ولسوالۍ ترمنځ غځېدلي سړک کې چې د دغه ولایت د ۶ولسوالیو اوسېدونکي پرې تګ راتګ کوي، طالبان راوتي او دغه لویه‌لار یې د امنیتي ځواکونو او دولتي کارکونکيو پر مخ تړلې ده.

د ګردېز – پټان پر لويهلاره پراته اوسېدونکي او موټر چلوونکي وايي، د امنيت خرابوالي او بندښت له کبله ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دوی وايي، د ګردېز ـ پټان لويهلاره کې امنيت له پخوا خراب شوی او دوه اوونۍ کېږي چې دغه لاره کې څو ځايه طالبان ولاړ وي.

د پکتيا د ولايتي شورا غړی تاج محمد منګل وايي، طالبانو د حکومت له دفاعي حالته ناوړه ګټه اخيستې او يو شمېر سيمو کې لارو ته راوتي چې ولس يې ستونزو سره مخ کړی.

د پکتيا ولايتي مسوولان مني چې تېرو څو ورځو راهیسې د ۶ولسواليو لاره د امنيتي ځواکونو پر مخ تړل شوې خو وايي، دوی د دې لپاره چې بين‌الافغاني خبرې پيل شوي او د ښه نيت له مخې یې نه دي غوښتي چې پر وسله‌والو عمليات وکړي.

د پکتيا والي محمد حليم فدايي وايي، طالبان دې د سولې هغه تړون ته ژمن پاتې شي چې امريکا سره يې کړی دی.

له دې سربېره، ځايي چارواکي ډاد ورکوي چې امنیتي سرتېري ټولو ولسواليو کې د خلکو امنيت لپاره پوره چمتوالی لري.

دا په داسې حال کې ده چې قطر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خپلمنځي خبرو په درشل کې ګڼو نورو ولایتونو کې هم د ناامنیو راپورونه ورکړل شوي چې په کې وسله‌والو او افغان ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اوښې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام