پروان کې د امنیتي ځواکونو همغږۍ قوماندان الوزی احمدي وايي، طالبانو یاد ۹ مسافران تېر ماذیګر د شیخعلي او سیاهګرد ولسوالۍ ترمنځ د پروان ـ بامیانو له لویې لارې یرغمل کړيدي.
د ښاغلي احمدي په وینا، تښتول شوي ـ چې موټر چلوونکي او دوه انجینیران دي – د ننګرهار، میدانوردګو او کابل اوسېدونکي دي چې د کار و بار په موخه یې بامیانو او د درې غوربند ولسوالیو ته تګ ـ راتګ کولو.
پروان کې د امنیتي ځواکونو همغږۍ قوماندان وايي، له تښتول شویو یو شخص د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو په ترڅ کې خوشې شوی؛ خو د ۸ نورو د برخلیک په اړه معلومات نهشته؛ خو دی زیاتوي چې د خوشې کولو لهپاره یې د قومي مشرانو په منځګړیتوب هڅې روانې دي.
دا پېښه داسې مهال پېښېږي چې وړمه ورځ هم وسلهوالو طالبانو د بامیانو ولایت کهمرد ولسوالۍ سرګلي کلي ته ننوتي وو او د کورونو له پلټلو وروسته یې د ۱۱ کسانو یرغملولو ترڅنګ د خلکو سرهزر او نقلیهوسایل هم له ځان سره وړي وو.