طالبانو د هرات ځینو ولسوالیو کې د چرګانو وارداتي غوښې پېر او پلور بند کړی

 

د هرات په کشک کهنه او کشت رباط سنګي ولسوالیو کې طالبانو د اعلامیې په خپرولو له خلکو چې د ماشیني چرګانو غوښو پېر او پلور منع دی او د خوشالۍ په محفلونو کې هم د موسیقۍ غږول بند شوي دي.

طالبانو دوی ته خبرداری ورکړی، چې که د دوی له امره سرغړونه وکړي، سخته سزا به ورکړي.

د هرات ولایتي شورا او یو شمېر اوسېدونکي بیا وايي، چې د سیمه ییزو چارواکو په ځانګړې توګه امنیتي مسوولینو نه پاملرنې له امله د طالبانو ډله په څه ناڅه امن ولسوالیو کې ځواکمنه شوې له خلکو ازادانه عشر او زکات ټولوي، جلب او جذب کوي.

د هرات د ولایتي شورا رییس کامران علیزی او د دې شورا غړی محمد فاضل عفیف جمشیدي وویل، که حالت دغه ډول دوام وکړي، ورځ تر بلې د ناامنۍ په لور ځو.

دوی وايي، په دې وروستیو کې په ولسوالیو کې امنیتي ستونزې زیاتې شوي دي او ځايي مسوولین باید په دې برخه کې جدي ګام واخلي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد هم ځینې ادعاګاوې مني؛ وایي، چې امنیتي ځواکونه به ډېر ژر دا ستونزې لرې کړي.

دی وايي، د هرات په هرې ولسوالۍ کې ترهګرې ډلې خلک ځوروي او په بېلابېلو پلمو عشر و زکات ټولوي، خو دا نوې خبره نه ده.

د هرات د کهسان ولسوال امین الله سروري هم په ولسوالۍ کې د طالبانو تګ راتګ تاییدوي، خو وايي، طالبان دومره نه دي، چې امنیتي ځواکونو ته تم شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام