افغان طالبانو دا منلي، چې دوی د ملاعمر د مرګ خبر شاوخوا دوه کاله پټ ساتلی و.
دوی ويلي، چې د طالبانو امیر ملامحمد عمر په ۲۰۱۳ م ز کال کې مړ شوی و.
د دغې ډلې په وينا، چې د ملاعمر د مړينې په اړه د طالبانو د مهمو مشرانو کمېسیون خبر و او پريکړه يې وکړه، چې باید د نوموړي مړينه پټ وساتل شي، نو له همدې امله تر دوو کلونو پورې یواځې د څو محدودو کسانو ترمنځ دغه راز پټ وساتل شو.
طالبانو د ملا اختر محمد منصور د بیوګرافي په پاڼه کې چې ځينې پاکستاني رسنيو تر لاسه کړې لیکلي، د ملاعمر مړينې د پټ ساتلو يواځنی علت دا و، چې هغه مهال د ناټو ځواکونو اعلان کړی و، چې افغانستان به په ۲۰۱۴ م ز کال کې پريږدي، نو د خپلو جنګیالیو د روحيې او مرال ساتلو له امله يې دغه خبر پټ وساتلو.
د ملاعمر خبر د قطر له دفتر څخه هم پټ ساتل شوی وو، چې وروسته بیا د فدايي محاذ ډلې اعلان وکړ، چې د طالبانو امیر ملاعمر په ډېرې بې رحمۍ سره وژل شوی دی.
د ملاعمر له مړينې څخه وروسته داسې تحلیلونه خپاره شول، چې وروسته له دوو کلونو د ده د مړينې خبر خپرول خورا سوال زيږونکی دی.
د چارو د شنونکو له جدي پوښتنو یوه دا ده، چې د ده د مړينې څخه وروسته طالبانو ته د جنګ فرمان چا ورکاوه او د چا تر مشرۍ لاندې يې په افغانستان کې بريدونه ترسره کول ؟