طالبانو د دایکندي کجران ولسوالۍ ۳ قومي مشران یرغمل نیولي

د دایکندي سیمه‌ییز چارواکي وايي، طالبانو تېره ورځ د کجران ولسوالۍ ۳ قومي مشران چې د ۳۶ برمته شویو کسانو خوشې کېدو له‌پاره دوی ته ورغلي وو، هم یرغمل نیولي دي.

د دایکندي ولایتي شورا غړی غیرت‌علي جواهري د دې خبر د تایید ترڅنګ وايي، وسله‌والو طالبانو ۱ قومي مشر خوشې کړی او ۲ نور له ۳۶ نورو مسافرو سره د دوی په واک کې دي.

د نوموړي په وینا، طالبانو د یادو کسانو خوشې کولو په بدل کې د دایکندي له سیمه‌ییزو چارواکو غوښتي چې د کجران ولسوالۍ، بالادشت سیمې امنیتي کمربندونه هغوی ته ورخوشې کړي.

په همدې حال کې د دایکندي د والي ویاند علي‌اکبر ناطقي هم مني چې طالبانو د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په بدل کې د یاد امنیتي کمربند غوښتنه کړې، خو وايي، تراوسه له طالبانو سره په‌‌دې اړه ۳ غونډې شوې دي.

طالبانو د دایکندي ـ کندهار له لویې لارې ۳۶ کسان برمته کړي

خو د دایکندي امنیې قومندان غلام‌سخي غفوري د والي د ویاند او ولایتي شورا د غړي خبرې ردوي او وايي، طالبانو یاد کسان د سیمه‌ییزو اختلافاتو له امله نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله‌والو طالبانو څو ورځې وړاندې د دایکندي ولایت کجران ولسوالۍ ۳۶ اوسېدونکي چې له کندهاره خپلو کورونو ته ستنېدل، یرغمل کړل، خو سیمه‌ییزه اداره او د سیمې خلک هڅه کوي چې له طالبانو سره په‌دې اړه خبرې وکړي او یاد کسان د هغوی له منګولو خوشې کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام