د جوزجان د والي ویاند عبدالمعروف اذر وايي، طالبانو د یوه نوي قانون په وضع کولو سره درزاب ولسوالۍ کې خپلو جنګیالیو ته امر کړې چې پر کورونا ویروس اخته کسان ووژني.
اذر وویل، طالبانو دې وروستیو کې د سختو قیوداتو په وضع کولو سره ولسوالیو کې د خلکو ځورولو ته مخه کړې ده.
د جوزجان د والي ویاند زیاتوي چې ځايي ادارې د درزاب ولسوالۍ بېرته نیولو لپاره د پراخو پوځي عملیاتو پلان جوړ کړی چې نږدې راتلونکې کې به عملي شي.
دې سره د جوزجان یو شمېر اوسېدونکي په هر نوم چې وي د ملکي وګړيو په نښه کول، د بشر ضد جنایت بولي او له طالبانو غواړي چې کورونا سره مبارزه کې سره یو موټی شي.
وسلهوالو طالبانو تراوسه دې برخه کې څه نه دي ویلي.