
ځایي چارواکي وایي، چې دا ۱۶ پروژې په لښکرګاه ښار او یو شمېر ولسوالیو کې د امنیتي ستونزو له امله په ټپه ولاړې دي.
د دوی پر وینا دا پروژې د کرنې، کار او ټولنیزو چارو، عامې روغتیا او ځېنو نورو برخو کې دي.
د هلمند د اقتصاد ریاست چارواکي وایي، چې په دې ۱۶ پروژو کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه، چې اوس ټول بې کاره شوي دي.
د هلمند د اقتصاد رییس محمدخان نصرت سلام وطندار ته وویل، چې د عامې روغتیا ریاست۹، د کرنې ریاست دوو او د کار او ټولنیزو چارو ریاست ۴ پروژو کارونه د وروستیو ناامنیو له امله درېدلي دي.
د ده په خبره، په ولسوالیو کې تقریباً د ۳ میلیونو امریکايي ډالرو کارونه په ټپه ولاړ دي.

د هلمند د اقتصاد رییس زیاتوي، د دې پروژو په پلي کېدو سره ډېرو خلکو ته د کار زمینه برابرېدلی شي.
بل لور ته د هلمند د ولایتي شوراغړي او مدني فعالان هم له ناامنۍ نه شکایت کوي او وايي، وروستیو ناامنیو په دې ولایت کې د خلکو ژوند او کار له ګواښ سره مخ کړی دی.
د ولایتي شورا غړی بشیر احمد شاکر وايي، د پروژو د کارونو له درېدا سره هم مهاله ډېر ښوونځي تړل شوي او خلک له خپلو سیمو کډه شوي او په کورونو کې یې وسله والو ماینونه خښ کړي دي.
د هلمند مدني فعال سردار محمد همدرد وايي، که په زغرده ووايي؛ نو د هلمند لس سلنه خاوره د حکومت په لاس کې ده، او پاتې ۹۰ سلنه د دولت له لاسه وتلې ده.
د کتونکیو په اند، که حالت همداسې وي او په ولسوالیو واک له لاسه ورکړي؛ له تردید پرته د پروژو پلي کېدل ناشوني دي.





