طالبانو د بغلان ۷۰ اوسېدونکي په دُرو وهلي دي

طالبانو تېره ورځ (دوشنبه) د بغلان ولایت د تاله او برفک ولسوالۍ د دان ایستمه سیمه کې د یو ښوونځي له سوځولو وروسته، د دغې ولسوالۍ ۷۰ تنه اوسېدونکي په دُرو وهلي دي.

ویل کېږي، چې دغه ۷۰ تنه ټول شیعه مذهبي وو.

د دان ایستمه کلي یو قومي مشر ارباب بسم الله سلام وطندار ته وویل، چې دغه ۷۰ تنه شیعه مذهبي د طالبانو د مشهور قومندان ملا نصرالله په امر وهل شوي دي.

د تاله او برفک ولسوال فیض محمد امیري د یادو ۷۰ تنو وهل او د ښوونځي سوځول تاییدوي، خو دا قضيه هغو حلقو پورې تړي، چې په دغه ولسوالۍ کې مذهبي اختلافات راپیدا کوي.

امیري زیاتوي، چې د قومي مشرانو په منځګړيتوب یې دغه قضیه حل کړې ده.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې څه موده وړاندې ناپېژاندو کسانو د دغه ولایت د ډنډغوري په سیمه کې د ۹ جوماتونو محرابونه سوځولي وو، خو څه وخت وروسته طالبانو یو رواني کس د همدې موضوع په تور په ډزو ووژلو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام