سیمهییزې سرچینې وايي چې طالبانو نن سهار د ټاکنو پروسې له پیل سره هممهاله پر پلخمري ښار او د مرکزي بغلان، برکه او تالهوبرفک ولسوالیو او د دې ولایت پر یوشمېر نورو سیمو بریدونه کړي دي.
د سرچینې په وینا، طالبانو د بغلان ـ کابل، بغلان ـ کندوز او بغلان ـ بلخ لویو لارو ته راوتلي او هغه یې د ټرافیکو پرمخ تړلي دي.
یوشمېر نورې سرچینې وايي چې د طالبانو بریدونو له امله تراوسه د رایورکولو څو محلونه تړل شوي دي.
د دغې سرچینې په وینا، طالبانو تراوسه د مرکزي بغلان پر ولسوالۍ ۸ توغندي توغولي چې له کبله یې ۱ کس وژل شوی او ۲ نور ټپیان دي.
د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار هم نن سهار د وسلهوالو طالبانو د توغندیزو بریدونو شاهد و.
وسلهوالو طالبانو تېره ورځ د دې ولایت برکه ولسوالۍ نه هم د ټاکنو پروسې ۵۰ څارونکي تښتولي وو چې له ډلې یې ۳۰ کسان چې د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي وو، خوشې کړي او ۲۰ نور تراوسه هم د دوی په واک کې دي.